د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1471684
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه حمله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په غوښته د یونان سره د روانې ستونزې د کچې د راټیټولو په خاطر د حسن نیت د ښودولو سره سره د یونان د مصر سره د تړون د لاسلیکولو سره یو ځل بیا د روانو جنجالونو کچه لوړه کړه. ولسمشر اردوغان به د روانې اونۍ په دننه کې یو ځل بیا د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړي. ولسمشر اردوغان به پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې د ختیځې مدیترانې د انرژۍ زیرمې په عادله او مساوي‌ توګه د ویشلو په اړه د یو فورمول د موندولو په موخه د تاریخي‌ غونډې د جوړولو غوښتنه وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو : په ختیځه مدیترانه کې به هیچا ته امتیاز ورنکړو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیې د ختیځې مدیترانې په مسئله کې په موقتي‌ توګه بعضې خودګذري‌ ګانې وکړې خو له بده مرغه چې د یونان پلو لخوا د منفي اقداماتو او ګامونو اوچتولو ترکیه مجبوره کړه چې خپلې کښتۍ سیمې ته واستوي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به په ختیځه مدیترانه کې د هم د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت او هم د خپلو حق او حقوقو نه دفاع وکړي.

نن ورځ هیڅوک پر مونږ  تاسې ښه نیت ونه ښود نیوکه کولی نشي. او که چیرې غواړي‌ چې پر حق نیوکه وکړي‌ نو باید پر یونان نیوکه وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیې ټول هر ډول تدابیر نیولي دي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې ترکیې د قبرس په ګډون په شین وطن کې د خپل حق ، حقوقو او منافعو نه دفاع کولو ته ژمن دی. ترکیه د خپل حق او حقوقو نه د دفاع  د قدرت او توان نه برښمند یو مقتدر هیواد دی. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت نه پرته هیڅ کومه پروژه عملي‌ کیدای نشي او د تداوم چانس نلري. ترکیه به په سیمه کې هیچا ته د زور زیاتي‌ نه کار اخیستو ته اجازه ورنکړي. د همدې امله ترکیې د اوروچ رئیس تحقیقاتي‌ کښتۍ سیمې ته استولې ده . ددې کښتۍ امنیت د ترکیې د جنګي‌ بیړیو لخوا په ډیره قوي توګه نیول شوی دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « پاکستان د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د ترکیې نه قوي‌ ملاتړ اعلان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، پاکستان د ترکیې نه په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه د دفاع په مسئله کې د پوره ملاتړ اعلان وکړ. په پاکستان کې په ټولنیزه مډیا کې ترکیه یواځې نده د اشتک سره په سلګونو زره پيغامونو په خپریدو سره نوموړي‌ هیواد یو ځل بیا د ترکیې نه قوي‌ ملاتړ وښود.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د ارمنستان پر خلاف سخت غبرګون : عقل مو سر ته راولۍ »  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ارمنستان پر خلاف چې سل کاله وروسته يي د سیور تړون مسئله راسپړیدې ته ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي چې ارمنستان مقامات باید هر څه ژر د ملیت پاله سیاستونو نه لاس واخلي او خپل عقل سرته راولي. په بیان کې راغلي‌ دي  چې نن ورځ د خپلو خلکو  د خیټو مړولو نه عاجز یو حکومت سل کاله وروسته د ترک ملت لخوا څیرې شوې او د خپو لاندې شوې د سیور تړون په اړه یو ځل بیا بحثونه راپارول یوه بیهوده او بې ځایه هڅه ده. د وخت ضایع کول دي.



اړوند خبرونه