د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د انګلستان د لومړي وزیر جانسن سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن سره لیدنه وکړه. چاوش اوغلو وویل چې په انګلستان کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د لیبیا پر مسئلې هم خبرې وکړې. ترکیه او انګلستان دواړه په لیبیا کې په سیاسي حل لارې ټینګار کوي او وایي چې یواځنۍ حل لاره سیاسي حل لاره ده.
د صباح ورځپاڼې « قالن لخوا د لیبیا په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه په لیبیا کې د مشروع طرابلس حکومت نه ملاتړ کوي او ددینه وروسته به هم ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وویل چې ترکیې د لیبیا د مشروع حکومت د غوښتنې له مخې د دسمبر په میاشت کې ددې هیواد سره عسکري همکاریو او امنیت په برخه کې تړون لاسلیک کړ. ددې تړون په چوکاټ کې ترکیه د ملګروملتونو سازمان لخوا په رسمیت پیژندل شوي د لیبیا د مشروع حکومت نه ملاتړ کوي. په لیبیا کې د ترکیې د مداخلې سره د جګړې موازنه او سیر بدل شو. ترکیې موازنه رامنځته کړه. وګورۍ هر سړی تسلیمیږي.
د وطن ورځپاڼې « وزیر قره اسماعیل اوغلو د ترکمنستان د وزیرانو د شورا د رئیس د مرستیال سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو پرون د ترکمنستان د وزیرانو د شورا د مرستیال بایرم ګیلدي اوازوف سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
پدې لیدنه کې د مځکني ټرانسپورت، اوسپنیزو پټلیو، سمندري او هوايي ټرانسپورت په برخه کې په اړیکو ، د کووید ۱۹ د دورې نه وروسته دوره کې د ټرانسپورت په برخه کې د نږدې همکاریو د لا پیاوړي کولو په مسئلې خبرې وکړې.
د حریت ورځپاڼې « په بازار کې د ترکش ایرلاین د کارګو برخه لوړه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاین رئیس بلال ایکشي وویل چې د جون په میاشت کې د ترکش ایرلاین د کارګو برخه د نړۍ په کچه ۵ سلنې ته لوړه شوې ده . هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د مساپروړونکو الوتکو سره مو موجود د کارګو الوتکو نه ملاتړ وکړ. په هوا کې د هرو شلو کارګو الوتکو نه یوه زمونږ پورې اړه لري.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د فوټبال الف ملي لوبډله د سپټمبر په ۳ په سیواس کې لوبه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فوټبال اف ملي لوبډله د اویفا نړۍوال لیګ لومړنۍ لوبه د سپټمبر په دریمه نیټه په سیواس ولایت کې ترسره کوي.