د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر : ترهګري سازمان به له منځه یوسو » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانو بریاليو عملیاتو کې د پ ک ک ترهګری سازمان د فزیکي او رواني له پلوه د لمنځه تلو په درشل کې قرار لري. هغه وویل چې د پ ک ک ترهګري سازمان غړي په څمڅو کې هم پټیدلی نشي. د پ ک ک ترهګري سازمان غړي نن ورځ زمونږ د امنیتي ځواکونو له ډاره په مخابرو کې هم خبرې نشي کولای.
د صباح ورځپاڼې « شنتوپ یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د
د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند د تیکیرداغ د ولایت استازی او د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ملي شورا د مشرتابه د ټاکلو په پرونۍ ټاکنو کې یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
د ملي شورا په عمومي مجلس کې د نوي مشر د ټاکلو په خاطر رای اچونه وشوه چې د عدالت او پراختیا ګوند استازي موجود د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ۳۲۸ رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د ملي شورا رئیس وټاکل شو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مصطفی شنتوپ ته یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه د ټاکل کیدو له امله د ټیلیفون له لارې مبارکي وویله.
د ینې شفق ورځپانې « ترکیې ته منن لیک : مرستې مو مونږ ته ډاډ راکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سربستان کې د بوسینا د ملي شورا رئیس جاسمینا کوریک د سانجاق په سیمه کې د نوي ډول کرونا ویروس ساري ناروغۍ د خپریدو نه وروسته نه وروسته د مبارزې په موخه د ترکیې لخوا سیمې ته د استول شوو مرستو له امله د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د مننې په خاطر مننلیک راستولی دی.
هغه پدې مننلیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې ستاسې لخوا رالیږل شوي درمل، طبي توکي او سامان آلاتو مرستې د سیمې د خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري. ستاسې مرستې مونږ ته ډاډ راکوي.
د خبرترک ورځپاڼې « نړۍ د کرونا ساري ناروغۍ پر مهال د ترکیې وچه میوه کاروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د روان کال په لومړني نیمايي کې ترکیې د ۶۰۶ عشاریه ۵ میلونو ډالرو په ارزښت وچه میوه او وچې میوې توکي صادر کړي دي. د ویلو ده چې ترکیې پدې موده کې یواځې د ۲۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ممیز او ۱۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت کښته صادره کړې ده.
د سټار ورځپاڼې « د اوکرایني ګرځندویانو لخوا په ترکیه کې د امن او ډاډه ګرځندوی د سکتور ستاینه : دلته چې هر څوک راځي حیران پاتې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې ته راغلو اوکرایني ګرځندویانو دلته د نیول شوو تدابیرو له امله ډیر خوښي څرګنده کړه او د ډاډمن ګرځندوی سکتور نه يي ستاینه وکړه. هغوې وویل چې په ترکیه کې په ډیره ډاډه توګه رخصتي تیرو. په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د ماسک اغوستو او ټولنیز واټن مسئله په ډیره ښه توګه مراعات کیږي.
ګرځندویانو ویلي دي هر څوک چې ترکیې ته راشي هغه ددې ځای د قوي تدابیرو او ډاډمندې رخصتۍ په خاطر حیران پاتې کیږي.
اوکرایني ګرځندویان وايي ددوې په اند ترکیه د ګرځندوی په برخه کې اعلاناتو ته اړتیا نلري. هر څه ډیر ښکلي دي.