د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « انډیپنډینت : فرانسه د لیبیا په مسئله کې پر ترکیې د تورونو د پورې کولو سره په ځان ملنډې وهي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ رسنۍ د فرانسې په اړه چې په لیبیا کې د کلونو کلونو راهیسې د کودتاچي ټوپک سالار حفتر نه ملاتړ سره لیبیا په اړه ډول ډول پلانونه جوړ کړي وو خو د حفتر د ماتې خوړولو سره د فرانسې پلانونه په اوبو د لاهو کیدو نه وروسته نوموړي هیواد په ترکیې د تورونو په پورې کولو سره غواړي چې پر خپو کړنو پرده وغووړي . د انډیپنډینت ورځپاڼې په لیبیا کې د فرانسې د رول په اړه د یوې مقالې په لیکولو سره ویلي دي چې فرانسې مقامات په لیبیا کې د خپلو سیاستونو نه د دفاع په خاطر په ترکیې په تورونو پورې کولو پيل کړی دی چې دا مسئله په اصل کې پر ځان د ملنډو وهلو په څیر ده. فرانسې د ترکیې سره په تورونو پورې کولو سره په خپل ځان ملنډې وهي.
د سټار ورځپاڼې « د هنګري د بهرنیو چارو وزیر ، سویلي قبرس او اروپايي ټولنې ته میدان وډبو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سزجارتو سویلي قبرس ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د اروپايي ټولنې یو زیات شمیر غړي هیوادونه د ترکیې په اړه د خلکو پر مخکې یو څه او د بندو دروازو تر شا بیا بل څه وايي. هغه وویل چې ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځه په اړیکو کې تر ټولو ستره ستونزه د ترکیې په مقابل کې د اروپايي ټولنې دوه مخې کړنه او چلند دی.
د وطن ورځپاڼې « وزیر البیرق : د ترکیې پر اقتصاد د باور کچه مخ په لوړیدو ده» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې د ترکیې پر اقتصاد د باور کچه مخ په لوړیدو ده. هغه وویل چې د اپریل په میاشت کې د ترکیې په اقتصاد د باور اندکس ۵۱ عشاریه ۳ سلنه وو چې د مې په میاشت کې دا رقم ۶۱ عشاریه ۷ سلنې او د جون په میاشت کې بیا ۷۳ عشاریه ۵ سلنې ته لوړ شو.
هغه وویل چې ۲۰۲۰ کال په همدې ډول ودې سره راتلوونکی کال به لاښه وي.
د صباح ورځپاڼې « ځايي او ملي ریل ګاډی پټلۍ ته راښکته کړی شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ترکیې لومړنی ملي او ځايي برښنايي ریل ګادی پټلۍ ته راښکته کړی شو او په ازمایښتونو يي پيل وشو. د ترکیې د ټرانسپورت وزیر بیا وویل چې د ترکیې لومړنی ځايي او برښنايي ریل ګاډی به د روان کال تر پایه د سفر او فعالیت د پیل په خاطر پټلۍ ته راښکته کړی شي.
د حریت ورځپاڼې « د درې هیوادونو لپاره لوژیستیک مرکز » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د خپریدو سره په نړۍ کې انلاین تجارت د پام وړ وده کړې ده. ترکیه به په انګلستان، جرمني او روسیه کې د انلادین تجارت ډیپوګانې جوړې کړي. زمونږ هدف په انلاین تجارت کې د نړۍ د پنځو سترو هیوادونو نه په یو بدلیدل دي.