د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا وړاندې شوې طرحه ومنل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې ، قطر، انګلستان، جرمني ، فرانسې، ایټالیا، اردن، کویټ ، مراکش او هالنډ لخوا په سوریه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ملګروملتونو سازمان ته وړاندې شوې طرحه د بشري حقونو د شورا لخوا ومنل شوه. طرحه د دوو مخالفو، ۱۸ ممتنع او ۲۷ موافقو رایو سره ومنل شوه.
د خبرترک ورځپاڼې « د خزانې وزیر البیرق : د ترکیې اقتصادي وده به د توقعاتو نه لوړه وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د جون په میاشت کې د مصرف کوونکو د اعتماد اندکس ۵ عشاریه ۲ د لوړیدو اړوند وویل چې ، د نورمالیدو په بهیر کې به د ترکیې اقتصاد د نړۍ د اقتصادونو په منځ کې لا په چټکه توګه وده وکړي او ځان به راټول کړي. د جون په میاشت کې د مصرف کوونکو د اعتماد د اندکس د کچې لوړیدل پخپله ددې خبرې ژوندی مثال دی. هغه وویل چې په روان کال کې به د ترکیې اقتصادي ودې کچه د توقعاتو نه لوړه وي.
د حریت ورځپاڼې « تر ټولو د سترو دفاعي صادراتو تړون لاسلیک شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې تر ټولو ستره د دفاعي صنایعو د صادراتو پروژه د میل ګیم په اړه د پاکستان سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. ترکیه به د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره جنګي بیړۍ تولید کړي. همداشان ترکیه به ددې پروژې سره خپل ټول ظرفیت او توان نندارې ته کیږدي.
د صباح ورځپاڼې « د ټولې نړۍ توجه يي جلب کړې ده : اذربایجان د ترکیې نه په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې پیري » سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د دفاعي صنایعو په برخه کې د مهم پرمختګ او اوچتو کړو قوي ګامونو سره په نړۍ کې د قوي هیوادونو په کتار کې داخل شوی دی. د ترکیې په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو چې هم د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې او هم په سوریه او لیبیا کې په عملیاتو کې د ډیر قوي رول د لوبولو له امله د ټولې نړۍ توجه ځانته جلب کړه. همداشان د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د ترکیې نه د نوموړو بې پیلوټه الوتکو د رانیولو په خاطر وړاندې کړی دی. اذربایجان هم اعلان وکړ چې د ترکیې نه به په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې وپیري.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ایټالیا د فوټبال مشهوره لوبډله د ۱۸ کلن ترک فوټبالر پسې دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځوان فوټبالر میریح دیمیرال د قوي لوبې نه راضي د نړۍ په کچه مشهور د ایټالیا د فوټبال لوبډلې ژوینتوس اوس د ځوان ترک فوټبالر ایرن دینکچي چې د جرمني په یوې لوبډله کې لوبه کوي خپلې لوبډلې ته د ټرانسفر کولو هڅې پیل کړي دي.
ویل کیږي ځوان فوټبال د ۱۹ کلونو د اتلولیو په لیګ کې په ۲۰ لوبو کې رقیب لوبډلو ته ۲۲ ګولونه ورکړي او ۱۲ ګولونو ته يي پاسونه ورکړي دي. ایټالیا فوټبال لوبډلې د ځوان ترک فوټبال د کرا کولو په خاطر وړاندیز کړی دی.