د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان د پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان پرون د خپل روسي سیال پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د ادلب په روانو حالاتو او وضعیت خبرې وکړې.
همداشان مشرانو د مارچ په ۵ مه نیټه په مسکو کې د ادلب د مسئلې په اړه د لاسلیک کړي پروتوکول په چوکاټ کې په ذکر شوو مسئلو هم غور او خبرې وکړې.
د خبرترک ورځپاڼې ” اکار : د روسیې د پوځي هیئت سره په لویه پیمانه په توافق رسیدلي یو “ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د مارچ په شپږمه نيټه د سوریې د ادلب په سیمه کې د شوي اوربند په اړه خبریالانوته معلومات ورکړل.
هغه وویل چې په پلازمینه انقره کې د روسيې د پوځي هیئت سره مذاکرات دوام لري او په لویه پیمانه سره په تفاهم رسیدلي یو.
اکار وویل چې که چیرې د اسد ځواکونو لخوا اوربند مات شي او بریدونه دوام وکړي ترکیه به په ادلب کې درولي پوځي عملیات د درولي ځای نه بیرته پیل کړي. هغوې ته به زیانونو اړولو ته دوام ورکړو.
ترکیه به په ادلب کې خپل پوځي موجودیت ته دوام ورکړي. د سوریې نه د ترکي ځواکونو په شا کول او ویستل ناممکنه خبره ده.
زمونږ ځواکونه به په سیمه کې تر خپل کنټرول لاندې خپلې سیمې محافظه کړي.
د صباح ورځپاڼې ” د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل ایټالیوي سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دی مایو سره د نوي ډول کرونا ویروس په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خپل ایټالیوي سیال ته په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړینو له امله تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل. همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکېې او ایټالیا ترمنځه د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو په څرنګتیا خبرې وشوې.
د حریت ورځپاڼې ” په موغلا ولایت کې ۸ تنه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا د ترکیې په اوبو کې پریښودل شوي وو وژغورل شول “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې ۸ تنه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا د ترکیې په اوبو کې پریښودل شوي وو له مرګه وژغورل.
د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې په وسلو سمبال ډرون په اړه د امریکايي مجلې حیرانتیا “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د نشنل انټرست مجلې د ترکیې د په وسلو سمبال درون الوتکو په اړه خبر خپور کړی دی.
یادې شوې مجلې په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ترکیې د سپرلي ډال په عملیاتو کې په وسلو سمبال ډرون الوتکو سره ډیر ستر بری ترلاسه کړی دی. همداشان دې مجلې د ترکیې ددې ټکنالوژۍ ډیره زیاته ستاینه کړې ده .