د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ” اردوغان : اسد ته ټاکل شوی مهلت مخ په خلاصیدو دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د ادلب په مسئله کې یو ځل بیا غوڅ پیغام ورکړ. هغه وویل چې د سوچي د هوکړه لیک نه سرغړونکي اسد ته مو ورکړی مهلت مخ په ختمیدو دی. د ادلب په مسئله کې د ذرې په اندازه په شا ګام اوچت نکړو. د اسد رژیم به د ټاکل شوو سرحداتو ستون کړو.
د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې په اړه د لاتینې امریکا د خلکو لیوالتیا د ترکیې په هوايي شرکت مثبتې اغیزې کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لاتینې امریکا د خلکو لخوا د ترکیې په اړه لیوالتیا د ترکیې په ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین ډیرې مثبتې اغیزې کړي دي.
ترکش ایرلاین د تیر کال د اګست په میاشت کې مکسیکو ته پيل کړو الوتنو شمیره د طلب د ډیر زیات لوړیدو له امله د ډیرولو پریکړه وکړه . ترکش ایرلاین چې په اونۍ کې د استانبول – مکسیکو سیټي او استانبول جانجون ترمنځه ۳ الوتنې کولې دا رقم يي ۴ ته لوړ کړ.
ترکش ایرلاین په پام کې لري چې په کال کې ۱۰۰ زره تنه د مکسیکويي مساپرو ته خدمات وړاندې کړي.
د وطن ورځپاڼې ” د ترکیې دریمه د انرژۍ د پلټون کښتۍ په لاره کې ده “ د سرلکی لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې ترکیې د انرژۍ د پلټون دریمه کښتۍ پرون راروانه شوې ده . هغه ویلي دي چې د ترکیې د انرژۍ د پلټون دریمه کښتۍ پرون حرکت کړی او راوانه شوې ده . ددې کښتۍ زیری ولسمشر اردوغان ورکړی وو. کښتۍ د ترکېې پر لورې راروانه ده. ټولو ته دې دا نوې کښتۍ مبارک وي.
د صباح ورځپاڼې ” فرمایشونه ترکیې ته راروان دي “ د سرلیک لاندې ليکلي دي چې د چین د ووهان په ښار کې د کرونا ویروس له امله پدې هیواد کې تولیدات د چا خبره د دریدو نقطې ته رارسیدلي دي. د همدې امله یو زیات شمیر مشهورو کمپنیو او برانډونو د بدیلو تولید بازارونو په لټه پیل کړی دی. ډیری کمپنیو ترکیې ته د بدیل بازار په توګه ترجیح ورکړې ده .
د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د چین یو زیات شمیر فرمایشونه ترکیې ته راروان دي.
د سټار ورځپاڼې ” ترکیه به د ګټوونکو په لومړي کتار کې ځای ونیسي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتیژۍ او بودیجې رئیس ناجي اغبال ویول چې ترکیه به په راتلوونکي کې د نړۍ د ګټوونکو په سر کې ځای ونیسي.
هغه وویل چې په نړۍ کې بډایه سیمې د تغیر په حال کې دي. د نړۍ تر ټولو پرمختللي امریکا، انګلستان ، فرانسې، ایټالیا او کاناډا په څیر هیوادونو د نړۍوالو عوایدو کچه مخ په راټیټیدو ده.
ددې په مقابل کې د ترکیې، چین، هندوستان، برازیل او سویلي افریقا په څیر د هیوادونو ستوري په ځلیدو شوي دي. دا هیوادونه به په راتلوونکي کې د نړۍ د تجارت اصلي او مهمې څیري وي.