د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ” اردوغان : د اذربایجان سره د سوداګریز حجم هدف ۱۵ میلیارده ډالره دی “د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو شورا اتمه غونډه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ولسمشر اردوغان او کوربه هیواد ولسمشر الهام علیوف په ګډون جوړه شوه.
ولسمشر اردوغان د غونډې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې " اوس زمونږ هدف موجود ۴ نیم میلیاردو ډالرو سوداګریز حجم ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي. پدې مسئله کې مې د خپل ورور عليوف سره تفاهم وکړ. پدې مسئله کې باید زمونږ اړوند وزیران د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي."
ولسمشر اردوغان وویل چې دا حجم باید په ۲۰۲۰ کال کې ۱۵ میلیاردو ډالروته لوړ کړو.
د صباح ورځپاڼې ” ادلب ته د ټانکونو او اوبوس توپونو د استولو لړۍ دوام لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله وال ځواکونه د سوریې پولو ته د ټانکونو او زغروالو موټرو استولو لړۍ ته دوام ورکوي. د ترکیې د بیلا بیلو سیمو نه تیره ورځ د سوریې پولو ته ۳۰ موټریز کتار واستول شو. پدې کتار کې ټانکونه ، زغروالې موټرې او توپونو شتون درلود. ویل کیږي دا ټانکونه او توپونه د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترکیې د څار په نقطو او پوځي مرکزونو کې ځای په ځای کیږي.
همداشان سیمې ته د وسلو او مهماتو د استولو لړۍ هم دوام لري.
د ینې شفق ورځپاڼې ” ترکیه د ناټو د ډاینامیک مانتا ۲۰۲۰ پوځي تطبیقاتو کې د ټولو پام ځانته رااړولی وو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ناټو سازمان د تحت البحري کښتیو په مقابل کې د هوا ، د اوبو د پاسه او سمندر په تل کې همکاریو د ودې، جګړې ته د چمتووالي د روزنیز پروګرام په چوکاټ کې د سیجیلیا د ټاپو په ختیځو څنډو کې د ډاینامیک مانتا ۲۰۲۰ پوځي تطبیقات پیل کړل. د ترکیې سمندري ځواکونو پدې تطبیقاتو کې د ناټو سازمان سره تر ټولو زیاته مرسته کوونکو سمندري ځواکونو په کتار کې ځای ونیو او خپل طاقت او توان يي ټولو ته ښکاره کړ.
د صباح ورځپاڼې ” ترکیه د بوران نه د لیتیوم تولید پیلوي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه په نړۍ کې د بوران مادې د ۷۰ سلنې زیرمو خاوند دی. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د بوران په ماده کې لیتیوم شتون لري. د برښنايي موټرو تر ټولو مهمه نقطه د هغه بطرۍ دي. د همدې امله لیتیوم ځانګړی اهمیت لري. ترکیه به د بوران د مادې نه لیتیوم جلا کړي او د لیتیوم تولید به پیل کړي. هغه وویل چې انشاالله د روان کال د پایته پورې به د بوران مادې نه د لیتیوم د جلا کولو او تولید په خاطر یوه فابریکه جوړه او په فعالیت پيل وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې ” ترکش ایرلاین ایران او چین ته د الوتنو په اړه څرګندونې وکړې“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکش ایرلاین چین ته خپلې الوتنې د فبروري تر ۲۹ مې نيټې وځنډولې. همداشان ترکش ایرلاین ایران پلازمینې تهران نه پرته نورو ټولو نقطو ته د مارچ تر لسمې نیتې خپلې الوتنو د ځنډولو پریکړه وکړه .