د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1365857
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ” د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر : ترکیه د ملکي وګړو  نه د دفاع په خاطر زمونږ په هیواد کې شتون لري “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د لیبیا د ملي وفاق حکومت  د بهرنیو چارو وزیر محمد الطاهر وویل چې ترکیه د ملکي وګړو نه د دفاع په خاطر طرافس ته راغلې ده . که چیرې  ترکیه  نوې  مونږ  هیڅکله هم  د خپل دې موقف نه ساتنه کولی نشوه. ترکیې په لیبیا کې د خپلو موجودیت سره موازنه بدله کړه.

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ګرځندوی سکتور ۲۰۲۰ کال د ریکارډونو سره پیل کړ“ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، ترکیې چې  د ګرځندوی په برخه که ۲۰۱۹ کال کې د ریکارډونو سره  سرته رسولی وو  د ۲۰۲۰ کال لومړنۍ د جنوري میاشت هم  د ریکارډونو سره پيل کړه. د ویلو ده چې  د ۲۰۲۰ کال  په لومړۍ میاشت کې ترکیې ته یو میلیون ۷۸۷ زره او ۴۳۵ تنه ګرځندویان راغلي دي. د تیر کال په پرتله سږ کال په لومړۍ میاشت کې ترکیې ته د راغلو سیلانیانو شمیره ۱۶ عشاریه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده .

د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې د ګرځندوی سکتور به په راتلوونکو کلونو کې لا پسې وده وکړي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ګرځندوی د نړۍوال سازمان مرستیال وویل چې د ترکیې د ګرځندوی سکتور به په راتلوونکو کلونو کې لا زیاته وده وکړي. هغه وویل چې  ترکیې په وروستیو ۲۰ کلونو کې  د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. ترکیه چې  د لمر، سمندر ، شګیو او تاریخ  ټاټوبی دی  په نړۍ کې ساری نلري.

د وطن ورځپاڼې ” د تیارو جامو ستر شرکت ترکېې ته ترجیح ورکړه “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د تیارو جامو د نړۍ په کچه مشهور شرکت د پریمارک خاوند جان باسون وویل چې په چین کې د کرونا ویروس له امله که چیرې زمونږ  توکي وځنډول شي  د بدیل بازار په توګه به ترکیې نه خپل توکي وارد کړي. همداشان د ترکیې سره مو تماس هم  نیولی دی.

د فبروري د میاشتې په پیل کې یو زیات شمیر نړۍوال شرکتونو چې په چین کې د کرونا ویروس له امله خپل تولیدات وځنډول  د بدیل بازار په توګه يي ترکیې ته مخه کړې ده .

همداشان د ترکیې سره  تماس دوام لري.

د خبرترک ورځپاڼې ” کیدای شي چې چاره يي په ترکیه کې وي “  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې نامتو عالم پروفیسور ډاکټر ابراهیم بنتر لخوا جوړ شوی دی ACE2/Angiotensin  سیستم سره  کیدای شي چې د کرونا نوي ډول ویروس مخنیوی وشي. هغه وویل چې جوړ کړي  دې سیستم  اوسمهال  د ځینو ناروغانو سره  مرسته کوي او کیدای شي چې تر ټولو اغیزمن سیستم  وي. پدې اړه تحقیقات اوس هم  دوام لري او کیدای شي چې  ښه نتیجه ورکړي.

هغه وویل داسې ګمان کوي چې د کورنا ویروس چاره یواځې په ترکیه کې پیدا شي.



اړوند خبرونه