د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1365049
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ” اردوغان : د ترکیې طاقت او ځواک په نړۍ کې حس کیږي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې اقتصادي، پوځي، سیاسي او کولتوري موجودیت مو د نړۍ په هر ګوډ کې ښودلی دی. همداشان  په خپلو بهرنیو سفرونو کې هم تل هڅه کړې ده چې د هیواد دا قوي پوتانشیل نورو ته  حس کړی دی. نن ورځ  ترکیه د مذاکراتو په هر میز کې شتون لري. د مذاکراتو په هر میز کې چې ترکیه شتون ولري د ترکیې قوت او طاقت حس کیږي.

د خبرترک ورځپاڼې ” وزیر دونمز : زمونږ مال او حق  هیڅوک خوړلی نشي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز په ختیځه مدیترانه کې د هیدروکاربن د لټون د چارو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې پدې سیمه کې د ترکیې او قبرس د ترکانو حق شتون لري. پدې سیمه کې به د هیدروکاربن د پلټون فعالیتونو ته دوام  ورکړو.

د صباح ورځپاڼې ” د سویلي قبرس په مقابل کې د شمالي قبرس ډیر سخت غبرګون “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د فرانسې د چارلیس دي ګاویلي په نامه یوه جنګي بیړۍ د سویلي قبرس ادارې د لیماسون په بندر کې  لنګر واچو چې دې خبرې د شمالي قبرس ترک جمهوریت ډیر سخت غبرګون پارولی دی. د شمالي قبرس ترک جمهوریت د اقتصاد او انرژۍ وزیر حسن ټاچوی  وویل چې د سویلي قبرس د ادارې د مشر او وزیرانو د فرانسې د جنګي بیړۍ سره  عکس اخیستل په اصل کې  د هغوي د ذهنیتونو ښکارندويي کوي.

هغه وویل چې  دا خبره  مونږ په قبرس کې  د ترکیې او ترکي سرتیرو د اهمیت مسئله یو ځل بیا په داګه کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې ” په زرګونو تنو ترکانو په جرمني کې وروستی توکمیز ترهګر بریدونه وغندل “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په جرمني کې میشتو ترکانو د هیسن ایالت اړوند د هاناو په ښار کې د فبروري په ۱۹ مه نيټه په دوو کافي خونو د وسله وال برید په اړه چې په نتیجه کې ۴ تنو ترکانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ ډیر سخت غبرګون وښود او تیره ورځ  د اسلام فوبیا او توکمیزو ترهګرو بریدونو پر خلاف لاریون وکړ.

پدې لاریون کې  د اروپا په نورو هیوادونو کې میشتو په زرګونو تنو ترکانو هم ګډون کړی وو.

د حریت ورځپاڼې ” د ترکیې د هوايي کرښو شرکت د ګرځندوی د ودې په خاطر خپلو سفرونو شمیره ډیروي “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د روان میلادي کال د اوړي په میاشتو کې د ترکیې د انتالیا، ایزمیر ، دالامان او بودروم سیمو ته به په اونۍ کې ۹۸ سفرونه ترسره کړي.

په خبر کې راغلي دي چې انتالیا ولایت ته به الوتنې ۱۰۰ په سلو کې لوړې شي او ۱۴ ته به يي ورسوي.

همداشان د دالامان هوايي ډګر ته به د لندن نه ۷ ، د مسکو نه ۳ او عمان او کیف نه ۲ دوه سفرونه اجرا کړي. همداشان د لندن، کویټ او مونیخ نه به د بودروم ولایت د میلاس هوايي ډګر ته ۴ الوتنې وکړي. همداشان د برلین، مونیخ ، دوسلدروف ، هامبورګ او کویټ نه به ایزمیر ته هم ۵ سفرونه وشي.



اړوند خبرونه