د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د حریت ورځپاڼې ” په جرمني کې د بریدونو په اړه د ولسمشر اردوغان غبرګون “د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د جرمني د هاناو په ښار کې ټوکمیز ترهګری برید چې په نتیجه کې د ۵ تنو ترکانو په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ په ډیره کلکه توګه وغنده.
ولسمشر اردوغان وویل چې " په جرمني کې زمونږ د سفارت په ګډون زمونږ ټول اړوند ادارات دا مسئله په ډیر حساسیت سره تعقیبوي. زمونږ دې هیوادوالو سره هر ډول مرستې کوي. همداشان زه پوره باور لرم چې د جرمني مقامات د ټولو ابعادو سره ددې برید د روښانه کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي."
د صباح ورځپاڼې ” د ناټو لخوا د ترکیې نه د ملاتړ ویدیو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سازمان ددې سازمان سره د ترکېې د مرستو اړوند یو ویدیويي کلیپ خپور کړ.
د ناټو سازمان د رسمي ټویټر پاڼې لخوا په خپور شوي ویدیويي کلیپ کې د ترکیې د جیټ الوتکو د پیلوټې اسراء اوزاتای لخوا د ناټو سازمان سره د ترکيې مرستې بیان شوي دي.
د وطن ورځپاڼې ” د مالیې وزیر : د اقتصادي بحران مینه وال مو ناهیلي کړي دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې د بانکي سودونو د کچې راټیټولو د هیواد د اقتصاد د پياوړتیا سره ډیره زیاته مرسته کړې ده . د ترکیې د مالیې وزیر دا څرګندونې پرون په غازي انتپ ولایت کې د سوداګرو او پانګه والو سره په لیدنه کې وکړې. هغه وویل چې د نیول شوو تدابیرو او د اقتصادي او ټولو اداراتو قوي هماهنګۍ او همکارۍ په ترکیه کې د اقتصادي بحران مینه وال د ډیرې زیاتې ناهیلۍ سره مخامخ کړل.
د ینې شفق ورځپاڼې ” د روسیې نه د ۶ او جرمني نه د ۳ میلیونو تنو ګرځندویانو د راتګ اټکل شوی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت چې تیر کال د څه باندې ۵ نیم میلیونو تنو روس او ۲ میلیونو او ۶۰۰ زرو تنو جرمني سیلانیانو کوربه توب کړی وو سږ کال د وخت نه مخکې د ریزرویشنونو د پیلیدو سره د روسیې نه ۶ او جرمني نه د ۳ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب ته چمتووالی نیسي.
د مدیترانې د سیمې د هوټلدارانو ټولنې رئیس ایرکان یاغچي وویل چې تیر کال د جنوري په میاشت کې د روسیې نه ۳۷ زره او ۳۱۴ تنه او د جرمني نه ۲۹ زره ۶۰۷ تنه سیلانیان انتالیا ولایت ته راغلي وو. سږ کال بیا په همدې میاشت کې د روسیې نه ۵۷ زره او جرمني نه ۴۰۶۶۹ تنه ګرځندویان انتالیا ولایت ته راغلي دي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د چناق قلعه پل چارې ګام په ګام د سرته رسیدو پر لورې روانې دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د چناق قلعه پل چې بڼسټ يي د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نيټه ایښودل شوی وو او اوږدوالی ۲۰۲۳ متره دی چارې د اروپا او انادولو په څنډو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ویلو ده چې دا پل په نړۍ کې تر ټولو لوی ځوړند پل دی . د یاد شوي پل چارې په چټکۍ سره دوام لري.