د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د حریت ورځپاڼې ” اردوغان : په ادلب کې د ترکېې لخوا پوځي عملیاتو پیلول حتمي خبره ده “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته وکړه. هغه په خپله وینا کې د سوریې د ادلب د سیمې د وضعیت او حالاتو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل چې د اسد رژیم ځواکونو ورکړ شوی مهلت مخ په ختمیدو دی. د وروستي ځل لپاره ورته خبرداری ورکول کیږي. ځکه چې د ادلب عملیات يوه حتمي خبره ده. مونږ د اسد رژیم او د هغوې ملاتړ کوونکو ته د ادلب د پریښودو نیت نلرو. ترکیې خپل پلان جوړ کړی دی. د هرو عملیاتو پر څیر به دلته هم یوه شپه په ناڅاپي توګه عملیات پیل کړو.
د سټار ورځپاڼې ” د ادلب په اړه د دفاع وزیر څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ادلب د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل
" ترکیه به په هیڅډول د ادلب په سیمه کې د څار د نقطو نه خپل ځواکونه په شا نکړي. لکه څرنګه چې مو مخکې هم ویلي دي ، په سیمه کې زمونږ په ځواکونو د هر ډول برید ځواب به ډیر سخت ورکړو. یو ځل بیا غواړم چې ووایم د هر ډول برید ځواب به ډیر سخت وي. "
هغه وویل چې ترکیه په سیمه کې د اوربند د عملي کولو او روانو وینو او بې ګناه انسانانو د قتل عام د مخنیوي په خاطر د سوچي د مطابقت د عملي کولو غوښتنه کوي. ترکیې دا مطابقت عملي کړی مقابل لوری هم باید عملي کړي.
د خبرترک ورځپاڼې ” د ملي شورا د رئیس لخوا د فرانسې د ولسمشر پر خلاف سخت غبرګون “ د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د فرانسې د ولسمشر امانویل د هغه څرګندونو پر خلاف چې د اسلامي بیلتون غوښتونکو پر خلاف به ډیره سخته مبارزه وکړو غبرګون وښود.
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د خپل ټویټر د پاڼې له لارې د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې " په لیبیا کې د سولې لمنځه وړونکي او په اسلامي جغرافیه کې د کډوډیو رامنځته کوونکي فرانسې د ولسمشر چې په لیبیا کې د کودتاچي حفتر سره په ښکاره توګه د وسلو مرسته کوي د اسلامي بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د مبارزې څرګندونې په ښکاره توګه اسلام دښمني ده. فرانسه لومړی باید د خپل نژاد پرسته او ترسره کړو قتل عامونو ماضي ته وګوري.
د صباح ورځپاڼې ” د مولانا زیارت په ۲۰۱۹ کال کې د زیارت کوونکو په برخه کې ریکارډ جوړ کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په قونیې ښار کې د نړۍ په کچه مشهور او پیژندل شوي صوفي او ستر عالم مولانا جلال الدین رومي زیارت د زیارت کوونکو له پلوه یو ستر ریکارډ مات کړ. په ۲۰۱۹ کال کې د مولانا د زیارت نه ۳ میلیونه او ۴۶۴ زرو تنو زیارت کړی دی چې دا رقم په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ رقم دی.