د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې ” چاوش اوغلو لخوا په مصر کې د ترکیې خبري اژانس په دفتر د چاپې په اړه ډیر سخت غبرګون “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د ماښام د یو تلویزیون سره په مرکه کې د هیواد په بهرنیو سیاستونو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. هغه په خپلو څرګندونو کې پرون د مصر په پلازمینه قاهره کې د انادولو خبري اژانس پر دفتر د پولیسو د چاپې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې د مصر د امنیتي مقاماتو دا عمل په هیڅډول د منلو وړ ندی. مسئله د نږدې نه تعقیبوو او تماسونه پیل شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې ” دفاع وزیر اکار: په لیبیا کې اوربند ته په اړه هیلې شتون لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ترکیې د هلو ځلو په نتیجه کې هم په لیبیا او هم د سوریې د ادلب په سیمه کې اوربند ، سیاسي حل ، سولې او ثبات ټینګښت او د بهیدونکو وینو د درولو په اړه هیلې او امیدونه پیدا شوي دي. هغه دا څرګندونې پرون په پلازمینه انقره کې د خبري رسنیو د استازو سره په لیدنه کې وکړې. هغه د لیبیا د اوربند په اړه وویل " ځینې برخې وايي چې په لیبیا کې د اوربند احتمال ختم شوی دی. خو زما په اند دا ډول تبصرې کول لا د وخت نه مخکې خبره ده. مونږ دا خبره نه کوو ځکه چې د اوربند په اړه اوس هم هلې ځلې دوام لري. "
د وطن ورځپاڼې ” د سوداګرۍ وزیرې په مراکش د متقابلو پانګه والۍ غږ وکړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیره رخسار پیکجان په نایجریا کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته پرون مراکش ته سفر وکړ. هغه پرون د نوموړي هیواد د صنایع، سوداګرۍ ، زرغون او دجیتل اقتصاد د چارو وزیر سره ولید. هغې پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې مراکش د ترکیې د مهمو اقتصادي شریکانو نه یو دی. تمه کوو چې ترکیې پانګه والو پدې هیواد کې لا زیاته پانګه اچونه وکړي.
همداشان هغې د مراکش پانګه والو ته په ترکیه کې پانګه والۍ ته بلنه ورکړه.
د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې د بسونو او کوچینو بسونو صادرات د دوو میلیاردو ډالرو نه واوښتل “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د موټرو سکتور چې د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د یو کال نه بل کال ته وده کوي او په لومړي کتار کې ځای نیسي په ۲۰۱۹ کال کې هم د پام وړ وده کړې. په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې د بسونو او کوچینو بسونو صادرات د ۲ میلیارده ډالرو نه اوښتي دي.
ترکیې تیر کال تر ټولو ډیر صادرات فرانسې ته کړي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې ” تیر کال په ترکیه کې په تیرو ۴۹ کلونو کې څلورم تر ټولو تود کال وو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې تیر کال د هوا تودوخی په تیرو ۴۹ کلونو کې څلورم تر ټولو تود کال وو.
د ترکیې د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې تیر کال په ترکیه کې د هوا تودوخي درجه د نورمال حالت په پرتله ډیره زیاته لوړه وه.