د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ” د ټرمپ د اعتراض په مقابل کې د انقرې ډیر سخت غبرګون “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا متحده ایالتونو لخوا په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو وای پ جي او پ وای ډي سره د وسلو او مهماتو مرستې د ناټو په سازمان کې جدي بحران ته لار هواره کړې ده . د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ د ناټو په هغه پلان چې پ ک ک / وای پ جي او پ وای ډي د ترکیې لپاره د ستر تهدید په توګه یاد کړي وو اعتراض وکړ. ددې په مقابل کې ترکیې د بالتیک هیوادونو او پولنډ لپاره جوړ شوی امنیتي پلان ویتو کړ. ترکیې د امریکا په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړ.
د سټار ورځپاڼې ” ترکیه د لسو کلونو په دننه کې ډیره زیاته قوي شوې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جیوپولیتیکل فیوچر د شرکت بڼسټګر رئیس او سیاستوال جورج فریدمن ویلي دي چې ترکیه په تیرو ۱۰ کلونو کې ډیره زیاته قوي شوې ده . هغه ویلي دي لس کاله مخکې که چا ویلي وای چې ترکیه د امریکا او روسیې سره په میز تر شا کینې او خپله مفکوره او غوښتنې پر هغوې قبلوي زما لپاره د منلو وړ نوه. خو نن ورځ د یوې بلې ترکیې شاهدي کوو. د یوې لا قوي او په خپلو خپو ولاړې ترکېې. ترکیه اوس د خپلو پولو امنیت پخپله د نیولو توان لري. همداشان ترکیه د ځان لپاره د خوښې وړ او پوتانشیل متحد د انتخابولو توان لري.
د وطن ورځپاڼې ” البیرق : مرکزي بانک او دولتي بانکونه به په خپل تاریخ کې تر ټولو مهم تصمیم اعلان کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې مرکزي بانک او دولتي بانکونه به په خپل تاریخ کې خپل تر ټولو تاریخي تصمیم اعلان کړي. هغه وویل چې د روان کال څلورمې ربع ته په کتو سره یو ډیره مثبته تابلو تر سترګو کیږي. داسې ښکاري چې په څلورمه ربع کې د تمو او توقعاتو نه زیات د ۴ نه تر ۵ سلنې پورې اقتصادي وده ولرو. هغه زیاته کړه چې ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې ۸۴ ټنه سره زر صادر کړي دي.
د صباح ورځپاڼې ” د اقتصادي درجه بندیو د نړۍوالو سازمانونو په اند ترکیه مثبته اقتصادي وده لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پیسو نړۍوال صندوق، اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان ، نړۍوال مالي ادارې او درجه بندیو شرکتونو د ۲۰۱۹ کال لپاره د ترکیې اقتصادي وده مثبته اټکل کړې ده . همداشان د ترکیې تولیداتو ظرفیت او ارقامو، د مصرف کوونکو د اعتماد اندکس او د صادراتو شمیرو ته په کتو سره پخپله د مثبتې اقتصادي ودې لپاره اشارې کوي. د اټکلونو له مخې ترکیه به په ۲۰۲۰ کال کې ۳ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي وده وکړي.
د حریت ورځپاڼې ” نشنل جیوګرافیک په ۲۰۲۰ کال کې د لیدو وړ مهم ځایونه انتخاب کړل، پدې نوملړ کې د ترکیې نوم هم شامل دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ مشهورې مجلې نشنل جیوګرافیک د خپلو لوستونکو لپاره په ۲۰۲۰ کال کې د لیدو وړ تر ټولو مهم ځایونه انتخاب کړل. پدې لست کې د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د ګوبکلي تپې نوم هم شامل دی. په خبر کې راغلي دي چې د ګوبکلي ټپې سیمه په نړۍ کې تر ټولو تاریخي معبد دی چې د خپل لومړني او اصلي حالت سره تر ننه پورې رارسیدلی دی.
د ویلو ده چې د ګوبکلي تپه د ملګروملتونو د یونسکو سازلمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې هم شامله شوې ده .