د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان غوښتنې ته د ټولو لخوا لبیک » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزارت د اکتوبر په ۲۸ مه نيټه پیل شوی د نیالګیو کینولو کمپاین په اړه هیوادوالو پراخه لیوالتیا ښودلې ده . د ۱۱ میلیونه ۴۷ زره ۴۳۰ نیالګیو هدف په څو ورځو کې پوره شو چې تر اوسه پورې د نیالګیو شمیره ۱۲ میلیونه ۹۱۵ زره ۳۱۹ ته رسیدلې ده . ولسمشر اردوغان د نوامبر په ۱۱ مه نیټه په ۱۱ بجو او ۱۱ دقیقو هیوادوالو ته د نیالیګو کینولو په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه. دې بلنې ته ټولو لبیک وویلو.
د ینې شفق ورځپاڼې « انکا په هوا کې د ۲۶ ساعته او ۳۰ دقیقو د پاتې کیدو سره ریکارډ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي بې پیلوټه الوتکې انکا د یو شپې او ورځې نه هم اوږده الوتنه وکړه. انکا د ۲۶ ساعته او ۳۰ دقیقو الوتنې سره نوی ریکارډ جوړ کړ. انکا د شپې او ورځې ، د هوا په هر ډول شرایطو کې ، د حرکت په حال کې او ثابته ، د هدف تثبت، تشخیص، پیژندولو او تعقیب او په ژوندۍ بڼه د فلم بردارۍ په ظرفیت جوړه شوې ده. دا الوتکه په هر وخت کې خپله استخباراتي او کشفي دنده پر ځای کولی شي.
د سټار ورځپاڼې « امریکا: ترکیه به زمونږ د الوتکو په څارولو پیل وکړي » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د دفاع د وزارت سکرتر الن ام لورد ویلي دي چې ترکیه د روسیې نه د اخیستو اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیتسم د فعالونو سره په نږدې وختونو کې په سیمه کې د الوتکو په تعقیبولو پیل کوي.
هغه دا څرګندونې په پنټاګون کې خبري غونډې ته وکړې. هغه زیاته کړه چې ترکیه په به د روان کال تر پایه پورې خپل اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیتسم فعاله کړي.
د صباح ورځپاڼې « اروپايي ټولنه : د ترکیې اقتصاد په ډیره چټکه توګه ځان راټول کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د ۲۰۱۹ کال د منې د اقتصادي اټکلونو په راپور کې ویل شوي دي چې په ترکیه کې تیر کال په اقتصاد کې د بهرنيو اسعارو له امله رامنځته شوې ستونزې د مالي تشویقونو او د صادراتو د کچې د لوړیدو سره په ډیره چټکه توګه حل شوې او اقتصاد د ځان په راټولو پيل وکړ. په راپور کې راغلي دي چې اټکل شوی دی د ترکیې اقتصاد به په ۲۰۲۰ کال کې ۳ عشاریه یو سلنه او په ۲۰۲۱ کال کې به ۳ عشاریه ۵ سلنه وده وکړي.
د حریت ورځپاڼې « د میلیونونو سرمایه په ۹ میاشتو کې ۱۴۵ عشارهی ۴ میلیارده ترکي لیرې ډیره شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د هغه میلیونرانو چې په بانکي حسابونو کې د یو میلیون نه ډیرې پس انداز شتون لري شمیره په ۹ میاشتو کې د ۲۶ زره او ۷۶۳ تنو په ډیریدو سره ۲۰۶ زره او ۸۸۹ تنو ته لوړه شوې ده .
د ویلو ده چې ددې میلیونرانو بانکي پس انداز یو تریلیون ۲۵۵ میلیارده او ۲۷۳ میلوینو ترکي لیرو ته رسیدلی دی.