د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د وخت او ساعت په رارسیدو سره به خپلې دروازې د ګډوالو پر مخ اروپا ته پرانیزو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې د سوریې د هوايي حریم د تړولو د وړاندیز په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ولسمشر اردوغان د اروپا د پارلمان پر خلاف په غبرګون کې وویل « هغه وخت چې هره ورځ په زرګونو تنه بې ګناه انسانان د اسد د رژیم او نورو بهرنیو هیوادونو په هوايي بریدونو کې وژل کیدل تاسې ولې دا خبرې رامنځته نکړه او پدې اړه مو وړاندیز ونکړ چې نن يی کوۍ. چې کله د کډوالو خبره شي بیا اور اخلۍ. چې کله وایو چې په ترکیه کې د میشتو سوري کډوالو پرمخ د اروپا دروازې پرانیزو بیا مو چیغې اسمان رسیږي. خو چې وخت او ساعت يي راورسیږي مونږ به دا دروازې ددې کډوالو پر مخ پرانیزو. »
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه : د اروپا د پارلمان دریځ په کلکه توګه ردوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۴ مه نیټه د اروپا د پارلمان لخوا د سولې د چینې پوځي عملیاتو په اړه قبول شوې مسودې له امله د اروپا د پارلمان چلند په کلکه توګه ردوو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي پر ځای ددې چې اروپايي ټولنه د ترکیې سره چې د پ ک ک / وای پ جي او داعش پر خلاف مبارزه کوي او د میلیونونو تنه سوري کډوالو کوربه توب کوي همکاري او همغږي وکړي د ترهګري سازمان لخوا د رامنځته شوو بې اصله او بې بنیاده څرګندونو په اړه غونډه او خبرې کوي. د هغوې بې بڼسټه ادعاګانو باندې باور کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اروپا چې د سوریې په مسئله کې بهر پاتې ده خپله لاره ورکه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې په سوریه کې د پوځي مداخلې نه وروسته د امریکا او وروسته د روسیې سره په توافق د رسیدو سره یو ډیر ستر بری ترلاسه کړی او اروپا ددې معادلې نه بهر پاتې ده غواړي چې پدې مسئله کې ځان دخیل کړي. اروپا چې په سوریه کې د ترکیې د سولې چینې د پوځي عملیاتو سره ډیر سخت مخالفت څرګند کړی وو اوس غواړي چې د انقرې سره مذاکرات وکړي. اروپا لومړی د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې غوښتنه وکړه او داځل بیا جرمني د امن سیمې د پلان نه د ملاتړ اعلان وکړ. سیاسي کارپوهانو ویلي دي چې اروپا چې د سوریې په مسئله کې د بهیر نه بهر باتې ده غواړي چې ځان پکې دخیل کړي .
د سټار ورځپاڼې « جیفري : اردوغان وویل چې وځۍ ، مونږ ووتو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوریې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي جیم جیفري د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د ترکیې د سولې چینې عملیاتو په اړه یو اعتراف هم وکړ. هغه د جمهوریت پلوه سناتور رومني ددې پوښتنې په ځواب کې چې اردوغان امریکا ولسمشر ته ټیلیفون وکړ او هغه ته يي وویل چې د سیمې نه ووځۍ چې مونږ راروان یو او مونږ هم د سیمې نه ووتو، همداسې ده؟ جیفري وویل چې همداسې ورته ویلی شو. د سوریې نه ویستل شوي امریکايي ځواکونه د ترکیې لخوا د عملیاتو د ترسره کولو په سیمه کې شتون درلود. خپل ځواکونه مو د اور په منځ کې د نه ګیر پاتې کیدو له امله بهر کړل. دا د امریکا لخوا یو ډیر پر ځای اقدام وو. که چیرې امریکا خپل ځواکونه ویستي هم نوې ترکیې دا عملیات ترسره کول.
د حریت ورځپاڼې « استخدام به په راتلوونکو دریو کلونو کې ۳ عشاریه ۲ میلیونه لوړ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای وویل چې د نوي اقتصادي پروګرام له مخې په راتلوونکو ۳ کلونو کې به استخدام ۳ عشاریه ۲ میلیونه تنه لوړ کړی شي. هغه وویل چې راتلوونکي دوره کې به هم مالي دسپلین دوام وکړي. هدف تر ۲۰۲۲ کاله د بې کارۍ کچه ۹ عشاریه ۸ سلنې ته راټیټول دي.