د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « واشنګټن پوست ته د ولسمشر اردوغان مقاله : د قاشقچي د جنایت تر روښانونو پورې به مبارزې ته دوام ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت اړوند د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته مقاله لیکلې. ولسمشر اردوغان په لیکلې مقابله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې که چیرې د سپټمبر د ۱۱ مې پيښه ونه شمیرو د قاشقچي جنایت د ۲۱ مې پيړۍ تر ټولو ستره او جنجالي پيښه شمیرلی شو. ځکه چې د سپټمبر د ۱۱ مې پیښې پرته بل هیڅ پیښې د نړۍ نظم پدې اندازه نه وو تهدید کړی. پدې اندازه نړۍوال قوانین پکې ندي تر خپو لاندې شوي. ترکیه به د قاشقچي د جنایت د روښانولو پورې مبارزې ته دوام ورکړي. دا زمونږ د ټولو سره ژمنه ده.
د وطن ورځپاڼې « وزیر البیرق د ترکیې درې کلن اقتصادي پروګرام بیان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق پرون د نوي اقتصادي پروګرام په غونډه کې وینا وکړه.
هغه وویل چې د سږنۍ غونډې اصلي موضوع بدلون پيلیږي ده. هغه په خپل نوي اقتصادي هدف کې د راتلوونکو دریو کلونو لپاره د انفلیشن ارقام خپاره کړل. هغه وویل چې د ۲۰۱۹ کال لپاره ۱۲ سنله، د ۲۰۲۰ کال لپاره ۸ سلنه او د ۲۰۲۱ کال لپاره ۶ سلنه انفلیشن هدف ټاکل شوی دی. همداشان د روان میلادي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف صفر عشاریه پنځه سلنه او د راتلوونکو کلونو لپاره بیا پنځه سلنه هدف ټاکلی دی.
د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین د ختیځې اروپا او بالکان د مساپرو لپاره تخفیف په نظر کې نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکش ایرلاین د ختیځي اروپا او بالکان هیوادونو ته سفر کوونکو مساپرو ته تخفیف په نظر کې نیولی دی. ختیځې اروپا او بالکان هیوادونو ته سفر کوونکي کولای شي چې د ۱۱۹ ډالرو په بدل کې سفر وکړي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیې په ۸ میاشتو کې څه باندې ۳۱ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی سکتور په ډیره چټکه توګه د ودې په حال کې دی. ترکیې سږ کال په ۸ میاشتو کې د څه باندې ۳۱ میلیونو تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی.
همداشان د ترکیې د ګرځندوی سکتور د سږ کال د اګست په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۷ عشاریه ۱۷ سلنه وده کړې ده .
د سټار ورځپاڼې « وسله وال ځواکونه په نوې لایزر وسلې سمبال شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک پرون د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې وسله والو ځواکونو ته په ملي امکاناتو جوړه شوې د لایزر وسلې د سپارولو نه خبر ورکړ. هغه ویلي دي چې ددې وسلې ټول ازمایښتونه په بریالي توګه د سرته رسیدو نه وروسته وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوه.