د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1278771
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : په نږدې وختونو کې به انشاالله خپله ملي جنګي الوتکه  ترلاسه کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو په مسئله کې د امریکا سره  روانو جنجالونو ته په اشارې سره وویل « لکه څرنګه چې  مو خپلې جنګي  بیړنۍ  ، اټاک تعرض چورلکه  او داسې نور پخپله جوړ کړي  دي  په همدې شان به  جنګي الوتکه هم  پخپله جوړه کړو. لکه څرنګه چې مو خپلې بې وسلې او په وسلو سمبال ډرون الوتکې  جوړې  او الوزولي دي  په همدې شان به خپله ملي جنګي الوتکه هم  جوړه کړه . د خپلې ملي جنګي الوتکې ترلاسه کولو وخت ډیر رانږدی  دی.»

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې  لخوا جوړه شوې ملي جنګي کښتۍ سمندري ځواکونو ته وسپارل شوه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیره ورځ د ترکیې نوې ملي جنګي کښتۍ ټي سي جي  اف ۵۱۳ جنګي  کښتۍ  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  سمندري ځواکونو ته  وسپارل شوه.

دا  کښتۍ چې په خپلو همقطارانو کې تر ټولو  پرمختللې  جنګي کښتۍ ده  د ترکیې  په ځايي او ملي  سمندري توغندیو اتماجا  او  د هوالسن لخوا جوړو شوو سمندري جنګي پرمختللو تجهیزاتو  سمبال  ده . پدې کښتۍ کې  ډیری  تعرضي  سیستمونه  د لومړي ځل لپاره  استفاده کیږي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیه د روغتیا په برخه کې  نمونه د مثال هیواد دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روغتیا نړۍوال سازمان  د کډوالو د روغتیايي  حالت په اړه په خپور کړي راپور کې  د ترکیې ډیره زیاته ستاینه کړې ده .

دا راپور چې  څه باندې  ۱۳ زرو روغتیايي  اسنادو  د څیړونو نه وروسته  جوړ شوی دی  پکې راغلي دي چې ترکیې  څه باندې ۴ میلیونو تنو کډوالو ته  په ډیره ښه توګه او لوړ کیفیت سره  روغتیايی خدمات وړاندې کړي دي. پدې راپور کې راغلي دي چې  په اروپا کې ډیری  کډوال  د تبعیض  له امله  روغتیايي  خدماتو ته  لاسرسی  نلري.

د حریت ورځپاڼې « د بوغازایچي  په غونډه کې د ۹۰ هیوادونو نه  ۳ زره تنه ګډون کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال د لسم  ځل لپاره جوړیدونکې  د بوغاز ایچي په غونډه کې  د ۹۰ هیوادونو  نه  ۳ زرو تنو د کډون لپاره مراجعه کړې ده . د ویلو ده چې دا غونډه د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر حمایې لاندې  د نوامبر د میاشتې په ۲۶ مه نيټه  د درې ورځو لپاره جوړیږي.

ددې غونډې  د تنظیم  د چارو مسئول  د نړۍوالې همکارۍ د پلاټ فورم  موسس  جنګیز اوزګنجیل  ویلي دي چې  دا غونډه د هر کال په تیریدو سره  لا زیات جلب توجه کوي. هر هیواد ته  چې سفر کړی  هلته  د ډیر  ښه هر کلي سره مخامخ  شوی دی. ترکیې یو ځل بیا د نړۍوالو پانګه والو  په مرکز کې قرار نیولی دی. هغه ویلي دي چې د جنوري د میاشتې راهیسې  د څه باندې  شلو هیوادونو نه لیدنه کړې ده خو په هر هیواد کې د ترکیې په اړه  لیوالتیا ډیره زیاته وه.

د سټار ورځپاڼې « اروپايي سیلانیانو استانبول ټول هوټلونه  ډک کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  استانبول  ته د اروپايي او جاپاني  ګرځندویانو  د راتګ  په پایله کې  هوټلونه  ۹۰ سلنه  ډک شوي دي. ویل کیږي  د ترکیې نه لرې ختیځ هیوادونو ته د مسقیمو الوتنو د پیلولو سره  د ترکیې په اړه د لرې ختیځ د هیوادونو د ګرځندویانو لیوالیتیا څو برابره  ډیره شوې ده . پدې وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه د جاپان، چین او هندوستان د ګرځندویانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ګرځندوی په برخه کې خپل هدف اعلان کړ. ۷۵ میلیونه تنه ګرځندویان »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د ګرځندوی د سکتور  استازي  د ترکیې د ۲۰۲۳ کال  د ګرځندوی هدف ته د رسیدو په  خاطر  په هلو ځلو پیل کړی دی.

د مدیترانې د هوټلدارانو د ټولنې رئیس  ایرکان یاغچي  ویلي دي چې  تر ۲۰۲۳ کال پورې په کال کې د ۷۵ میلیونو تنو  ګرځندویانو هدف  ډیر پر ځای او معقول هدف  دی. دې هدف ته رسیدل ناممکنه خبره نده. مونږ هم  پدې اړه  ډیر قوي  هلې ځلې پیل کړي دي.

 

 



اړوند خبرونه