د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د هر چا لپاره سوله او عدالت غواړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې جوړه شوې د ملګروملتونو سازمان کلنۍ اسمبلۍ ته په وینا کې په نړۍوال عدالت ټینګار وکړ. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د سوریې، سوري کډوال، د اسراییلو د روان اشغال، کشمیر، افغانستان، میانمار او په لویديځ کې د اسلام دښمنۍ په ګډون د یو زیات شمیر ستونزو نه یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د هر چا لپاره د ازادۍ، سولې، امنیت او عدالت غوښتنه وکړه.
د حریت ورځپاڼې « چاوش اوغلو د سویلي قبرس وزیر ته سخت ځواب ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو په کلنۍ اسمبلۍ کې د ګډون په موخه نیویارک ښار ته تللی دی. هغه په نیویارک کې د سویلي قبرس د بهرنیو چارو د وزیر نیکوس هغه څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود چې په قبرس کې د فدراسیون مسئله رابرسیره کړې وه. چاوش اوغلو د هغه په ځواب کې وویل « ستاسې مشر دا خبره رد کړې ده . لومړی باید په کومه مسئله خبرې او مذاکراه وکړو په اړه تصمیم ونیول شي. »
د وطن ورځپاڼې « د پيسو د نړۍوال صندوق لخوا د ترکیې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پیسو نړۍوال صندوق ویلي دي چې سږ کال د ترکیې د اقتصاد لپاره هیڅډول کوم خطر او یا هم اقتصاد کوچنی والی نه لیدل کیږي. د صندوق لخوا په خپور شي راپور کې ویل شوي دي چې د ترکیې اقتصادي پدې وروستیو کلونو کې په ډیر استقرار سره ودې ده دوام ورکوي.
هغه ویلي دي چې د ترکیې د حکومت لخوا جدي اقتصادي اصلاحاتو دا قوي وده رامنځته کړې ده .
په راپور کې ویل شوي دي چې د ترکيې ملي کرنسۍ ترکي لیرو ارزښت هم په نړۍوالو بازارونو کې ښه شوی دی او په جاري موازنه کې جدي پرمختګ ترسترګو کیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « کوش اداسې ته درې سترو سیاحتي کښتیو ۲۶۳۰ تنه ګرځندویان راوستل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سیاحتي لوکسو کښتیو د مهمو مرکزونو نه د ترکيې د ایدن ولایت د کوش اداسي ولسوالۍ د درو سترو سیاحتي کښتیو کوربه توب وکړ. ویل کیږي پدې کښتیو کې ۲۶۳۰ تنه ګرځندویان یادې شوې ولسووالۍ ته راغلي دي.
د ویلو ده چې پدې کښتیو کې د ۲۶۳۰ تنو مساپرو سربیره ۱۵۰۰ تنه د کښتیو کارکوونکو هم شتون درلود. ګرځندویان د ایزمیر ولایت د ایفس او نورو تاریخي سیمو نه د لیدنې په موخه ایزمیر ولایت او ځینو بیا د ایدن ولایت نورو سیمو ته سفرونه وکړل.
د صباح ورځپاڼې « اویفا میلیس اوزچیدم ته مهم دنده وسپارله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د فوټبال فدراسیون د ترکیې ښځینه ریفرۍ میلیس اوزچیدم ته د اویفا د ښځینه لوبدلو د لیګ په سیالیو کې د جرمني د والسبورګ او کوسووا د میترویچا د لوبډلو ترمنځه د ننۍ سیالۍ د اداره کولو مسئولیت وسپاره.
پدې سیالۍ کې به د اوزچیدم د مرستیالانو په توګه بیتول نور یلمز او دیبیت ګوک دنده ترسره کړي. د سیالۍ د څلورمۍ ریفرۍ په توګه جانسو تریاکي ټاکل شوې ده .