د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ترکېې سخاوت ستایو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په استانبول کې د هالنډ د جنرال قونسل وویل چې د کډوالو په مقابل کې د ترکیې چلند او سخاوت مونږ تل ستایلې او د ستایلو وړ دی. هغه ویلي دي چې ترکیې د کډوالو د راتلوونکي او د هغوې د دفاع په لاره کې د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې او کوي يي. هغه ویلي دي چې ترکیه مونږ د هالنډ سره مقایسه کولای نشو ځکه چې هالنډ په ډیره کمه پیمانه د کډوالو کوربه توب کوي.
د صباح ورځپاڼې « د مرکزي بانک ذخیره مخ په ډیریدو ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې جمهوریت مرکزي بانک مالي ذخیره تیره اوونۍ د ۳۴۷ میلیونه ډالرو په ډیریدو سره ۱۰۱ میلیارده ۸۵۲ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده . د ترکیې مرکزي بانک د سپټمبر په ۶ مه نیټه بهرنیو اسعارو ذخیره د ۴۸۹ میلیونو ډالرو په ډیرولو سره ۷۶ میلیارده او ۲۸۵ میلیونو ډالرو ته لوړه کړه. د ویلو ده چې د ترکیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو ذخیره د اګست په ۲۹ مه نيټه ۷۵ میلیارده او ۷۶۹ میلیونه ډالره وه. پدې ډول په تیره یوه اوونۍ کې د مرکزي بانک ذخیره د ۳۴۷ میلیونو ډالرو په لوړیدو سره ۱۰۱ میلیارده ډالره ۵۰۵ میلیونو نه ۱۰۱ میلیارده ډالره ۸۵۲ میلیونو ډالرو ته ورسیده.
د حریت ورځپاڼې « د هانګ کانګ د نندارتونو شرکت د ترکي متشبصینو سره لیدنه کوي » د سرلیک لاندي لیکلي دي، د لرې ختیځ تر ټولو د سترو نندارتونو جوړونکي د میګا شو شرکت د ترکیې د کور او پخلنځي د سامان آلاتو د سوداګرو او شرکتونو د سکتور پلنه ترکیې ته راغلي دي.
دا چارواکي به په ترکیه کې د یاد شوي سکتور د مشرانو سره وګوري. نوموړو چارواکیو ویلي دي چې د هانګ کانګ په نندارتونو کې د ترکیې د کډون کچه د هر کال په تیریدو سره لا قوي کیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې موزیمونه په نړۍوالو مارکو بدلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت ویلي دي چې د هیواد موزیمونه په نړۍوالو مارکو د بدلولو په خاطر يي په نوو پروژو کار پیل کړی دی.
ددې پروژو په چوکاټ کې د ترکیې د ټولو موزیمونو ویب پاڼې د یو چت لاندې راټولې کړې شوې. ددینه وروسته که چیرې هر څوک د موزیمونو په اړه خپل نظریات شریکوي هغه به په مستقیم ډول د کولتور وزارت سره شریکیږي او هغوې به يي هم ویني.
د وطن ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو د ښو پوهنتونو په لست کې د ترکیې ۳۴ پوهنتونونو ځای نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د لوړو زده کړو د درجه بندیو د شرکت ټایمز هایر ایجوکیشن د نړۍ د ۹۲ هیوادونو د ۱۳۰۰ پوهنتونونه د کیفیت له پلوه درجه بندي کړي دي.
ددې لست د ښو پوهنتونو په کتار کې د ترکیې ۳۴ پوهنتونونو ځای نیولی دی. سږ کال د ترکیې ۱۱ نوي پوهنتونونه دې لست کې شامل شوي دي.