د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1268118
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د نتنیاهو د پلان په اړه ډیر سخت غبرګون »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د اسراییلو  د لومړي وزیر نتینیاهو لخوا د اشغال لاندې د فلسطین د خاورې  د اردن دره  د اسراییلو د خاورې سره د ورګډولو  د پلان په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  د نتنیاهو هغه څرګندونې چې ویلي دي  د سپټمبر د ۱۷ مې په ټاکنو کې د بري په صورت کې به  د فلسطین  د خاورې  د اردن درې سیمه  د اسراییلو د خاورې سره ورګډه کړي د اسراییلو لخوا د روان اشغال  او نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کولو یو بل  مثال  دی. د اسراییلو دا غیرې مشروع  اقدام  او پلان  په هیڅډول د منلو وړ ندی.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې او هالنډ ترمنځه  تفاهم لیک لاسلیک شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پکجان  وویل چې د ترکیې او هالنډ د ګډ اقتصادي او تجاري کمیټې په چوکاټ کې  د نوموړي هیواد هر اړخیزو  او قوي همکاریو  تفاهم لیک لاسلیک کړ.

هغې وویل چې  ددې تفاهم لیک په چوکاټ کې به  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د پانګه والۍ، انرژۍ، ټرانسپورت، زیرک او زرغونو ښارونو، علم ، معلوماتي ټکنالوژۍ، نوښتګرۍ  او د ښځینه تشبص  په برخو کې  قوي همکاري رامنځته شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « بریګزیت  د ترکیې لپاره ښه فرصتونه برابروي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د پانګوالۍ د دفتر رئیس  اردا ارموت  ویلي دي چې د ترکیې او انګلستان ترمنځه  قوي اقتصادي اړیکي شتون لري. پوره باور لرم چې د برګزیت نه وروسته به هم  زمونږ ترمنځه اړیکې لا قوي شي. ترکیه  د وروستیو پريکړو په اساس  د اقتصادي او تجاري  اړیکو د لا قوي کولو په برخه کې په یوې سناریو  کار کوي.

د وطن ورځپاڼې « په مالیزیا کې د ترکیې دفاعي صنایع معرفي شوې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په مالیزیا کې  په جوړ شوي  د ترکیې ډرونونه او هوايي  سکتور، تکنالوژي او فرصتونو په نامه  په فیستیوال کې  د ترکیې  ساخت  بې پیلوټه  په وسلو سمبال او بې وسلو  الوتکې  نندارې ته وړاندې شوې. د مالیزیا  مطبوعاتو  دې فیستیوال ته په ډیره  ښه توګه انعکاس وکړ. پدې فیستیوال کې د ترکیې د موجودو ډرون الوتکو او ټکنالوژۍ نه سربیره  د راتلوونکو پلانونو ، نوو تکنالوژۍ او د مالیزیا سره  په ګډه د تولیدونکو  تکنالوژۍ په اړه هم  پروژې  معرفي کړی شوې.

د صباح ورځپاڼې « اروپایان ترکي جامې  او لباس خوښوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال  په لومړنیو شپږو میاشتو کې  د نړۍ ۱۶۲ هیوادونو ته  د ۳ میلیارده ۳۰۴ میلیونه او ۴۱۸ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت تیارې جامې  صادر کړي دي. د ویلو ده چې د صادراتو په سر کې اروپايي هیوادونه ځای لري.

پدې موده کې  اسپانیا ته  د ۶۴۵ میلیونو ۹۰۶ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي. په دویم کتار کې جرمني  او په دریم کې کتار کې بیا متحده عربي امارات ځای لري. هالنډ او فرانسه په څلورم او پنځم کتار کی ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه