د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1266676
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ختیځې مدیترانې په اړه  د ترکیې غوځ پيغام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې هیڅوک  په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د فعالیتونو مخه نشي نیولی. چاوش اوغلو  دا څرګندونې پرون  د شمالي قبرس ترکي جمهوریت  د ینې ایرن کوی په سیمه کې  د خلکو سره د لیدنې پر مهال وکړې. هغه وویل چې ترکیه  پرته د هر ډول  تردد نه  تل  د شمالي قبرس د ترکانو نه ملاتړ کړی  دی او ددینه وروسته به هم  ملاتړ ته دوام  وکړي.

د سټار ورځپاڼې « وزیر البیرق  د امریکا د سوداګرۍ وزیر روس سره  لیدنه وکړه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  پرون  په استانبول کې  د امریکا متحده ایالتونو د سوداګرۍ وزیر ویلبور روس سره  لیدنه  وکړه.

البیرق  د خپل امریکايي سیال سره  د لیدنې په اړه ویلي دي چې  د ترکیې او امریکا ترمنځه د اقتصادي او تجاري  همکاریو په مسئلو مو په اړخیزه توګه  خبرې وکړې. د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم  سل میلیاردو ډالرو ته د رسولو په خاطر مو خپله قوي راده بیان کړه.

د خبرترک ورځپاڼې « تر ټولو زیات  تازه میوه او ترکاري  روسیې ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د روان میلادي کال  په ۸ میاشتو کې د نړۍ ۱۱۴ هیوادونو ته  یو میلیون ۹۶۴ زره او ۸۱۲ ټنه  تازه میوه او ترکاري  صادر کړي دي. ترکیې  ددې صادراتو نه  یو میلیارد ۲۰۷ میلیونه او ۸۴ زره او ۵۰۷ امریکايي ډالرو عواید ترلاسه کړي دي.

ترکیې  پدې موده کې تر ټولو  زیات  صادرات روسیې ته کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکي ډاکټر او ډلې لخوا اختراع شوې ده. د سرطان د ناروغۍ پر وړاندې مبارزې سره د پام وړ مرسته کړې ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یادګار ګینچ په نامه  یو تن ترک ډاکټر  او تحقیقاتي ډلې چې د جرمني  د کولن په ښار کې  میشت  دی  د سرطان د ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په خاطر  د ایمونوتراپي سره  د تداوۍ  یو نوې  بڼه  کشف کړې ده چې ډیره  ګټوره  ده.

ویل کیږي  نوموړي  د سرطان ناروغانو ته  په وجود کې په وینه کې تولیدیدونکو  وژونکو حجرو ته  د سرطان پروتین د ځای په ځای کولو او اونکولوتیک  ویروس نه په ااستفادې سره  د سرطان د ناروغۍ تداوي کوي. د تداوۍ  دا بڼه  تر ډیره  حده  بریالۍ ښودل شوې ده .



اړوند خبرونه