د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « روسیه : په سوریه کې د امن د سیمې په اړه د ترکیې غوښتنه پر ځای او مشروع ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوریې په شمال کې د ترکیې او امریکا لخوا په ګډه جوړیدونکي د امن د سیمې په اړه وویل « د سوریې شمال ختیځه سیمه یوه جلا سیمه ده. د روسیې ولسمشر ښاغلي پوتین پدې سیمه کې د ترکیې امنیتي اندیښنې مشروع بولي . »
د صباح ورځپاڼې « د اقنجي ډرون الوتکې د ازمایښت سرته ورسید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بایکار د شرکت د تخنیکي چارو عمومي مشر سلجوق بیرقدار وویل چې د اقنجي په نامه د ډرون الوتکې ازمایښت سرته ورسید.
بیرقدار د اقنجي ډرون الوتکې د ازمایښت ویدیو د ټولنیزې مډیا له لارې خپره کړې ده . هغه ویلي دي چې د ورځو ورځو تیاریو او د تیرو ۲۴ ساعتونو په دومداره توګه د کار نه وروسته مو د اقنجي ډرون الوتکې ماشین چالان کړ چې د ډیرې خوښۍ ځای دی.
د حریت ورځپاڼې « اذربایجان ته پرته د ویزو دوره پیل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د رتکیې او اذربایجان ترمنځه د ویزو د معافیت د تړون په چوکاټ کې د سپټمبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د دواړو هیوادونو وګړو یو بل هیواد ته پرته د ویزې په سفر پيل وکړ. د نوموړي تړون له مخې د ترکیې وګړي کولای شي چې د ۳۰ ورځو لپاره پرته د ویزې اذربایجان ته سفر وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا د ګرځندوی په برخه کې تاریخي ریکارډ پر لورې روان دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، انتالیا ولایت د جنوري د لومړۍ او اګست د میاشتې د ۳۱ مې نیټو ترمنځه یواځې د هوا له لارې د راغلو د لس میلیونو ۷۶۵ زره او ۹۴۶ تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. د ویلو ده چې دې رقم ته په کتو سره انتالیا ګرځندوی سکتور د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۶ عشاریه ۶۶ سلنه وده کړې ده .
د ویلو ده چې انتالیا په نړۍ کې تر ټولو زیات د سیلانیانو د خوښې دریم ښار دی. دا ښار سږ کال د ټاکلي ۱۶ میلیونه تنه ګرځندویانو د هدف پر لورې پر مخ روان دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د باسکتبال ملي لوبډلې د اتلولیو په سیالیو کې لومړی بری » د سرلیک لاندې لیکلي د ترکیې د باسکتبال الف ملي لوبډلې د اتلولیو د سیالیو په چوکات کې په اي ډله کې د جاپان د لوبډلې سره سیالي وکړه چې د جاپان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ترکیې ملي لوبډله به دویمه لوبه د سې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالتونو د لوبډلې سره وکړي. .