د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان او ټرمپ ټیلیفوني خبرې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د دفتر د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سوریې په مسلې او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په فرانسه کې جوړه شوې د جي ۷ سازمان په سرمشریزه کې د ایران په اړه د اوچت شوو مثبتو ګامونو او په ترکیه کې د امریکا د سفیر د دندې د پیلولو له امله خپل ممونیت اظهار کړ.
د حریت ورځپاڼې « د امریکا سفیر ولسمشر اردوغان ته خپل باور لیک وړاندې کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لپاره د امریکا نوي سفیر ساترفیلډ پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته خپل باور لیک تقدیم کړ. ولسمشر اردوغان د امریکا د سفیر د باور لیک د اخیستو نه وروسته نه وروسته د هغه سره ولیدل. د ویلو ده چې په انقره کې د امریکا سفیر ۲۲ میاشتې وروسته په دنده پیل وکړ.
د وطن ورځپاڼې « د عراق او ترکیې ترمنځه د نفتو نوې نللیکې په اړه خبرې روانې دي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې پرون يي د عراق د نفتو وزیر سمیر الغضبان سره د یو زیات شمیر نورو پروژو په اړه د خبرو کولو امکان پيدا کړ.
هغه وویل چې د عراق او ترکیې ترمنځه د نفتو نللیکه یواځې د عراق د شمال د نفتو لپاره نه بلکې د نورو ولایتونو نفت هم نړۍوالو بازارونو ته د رسولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل چې عراقي وزیر د نوو پروژو نه یادونه وکړه چې مونږ ترینه تود هر کلی وکړ.
د سټار ورځپاڼې « په اقتصاد د باور اندکس لوړ شوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د روان کال د اګست په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله پر اقتصاد د باور اندکس کچه ۷ عشاریه ۹ سلنه لوړه شوې ده . د ویلو ده چې تیر کال دا کچه ۸۰ عشاریه ۷ سلنه وه چې سږ کال د اګست په میاشت کې بیا ۸۷ عشاریه ۱ سلنې ته لوړه شوې ده .
د ترکیې د احصایې ادارې پرون د اګست په میاشت کې پر اقتصاد د باور د اندکس ارقام اعلان کړل.
په راپور کې ویل شوي دي چې پر اقتصاد د باور د اندکس د کچې د لوړیدو اصلي لامل د مصرف کوونکو، تولیدونکو، خدماتو د سکتور، پرچون او ساختماني سکتور باندې د باور د اندکس لوړیدل دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ۲۷۰۰ کاله مخکې دورې اړوند رنګ وموندل شو چې په وان ولایت کې کارول شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د وان ولایت د ایانیس په قلا کې د روانو تاریخي او لرغونو کیندونو په نتیجه کې د اوراتو مدنیت ۲۷۰۰ کاله مخکې دورې اړوند رنګ وموندل شو. ویل کیږي ددې رنګ نه ایانیس په قلا کې کار اخیستل شوی دی.
د نوموړو کیندو مشر پروفیسور ډاکټر محمد اشقلی وویل چې موندل شوی رنګ شین رنګ دی چې پدې قلا کې کارول شوی دی.