د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه نه تیریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې ترکیې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د بارباروس خیرالدین پاشا د تحقیقاتي او پلټنونکې کښتۍ سره چې یوې جنګي کښتۍ ملګرتیا کوله په ختیځه مدیترانه کې د هیدروکاربن په پلټنو پیل وکړ. همداشان په ۲۰۱۹ کال کې سیمې ته د تیلو او ګازو د پلټون په خاطر دوه نورې کښتۍ هم واستولې. ترکیې ددې ګام سره نړۍ ته دا ښکاره پیغام ورکړ چې د خپلو حقونو نه نه تیریږي. هغه ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په سیمه کې د شین وطن په نامه د عسکري تطبیقاتو په ګډون یو زیات شمیر پوځي تطبیقات ترسره کړي او ټولو ته يي پدې برخه کې خپله پخه اراده ښودلې ده .
د سټار ورځپاڼې « د سلګونو زرو تنو سوري کډوالو لپاره نوی هیلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د امریکا متحده ایالتونو سره په همغږۍ کې د سوریې په شمال کې د امن د سیمې د جوړولو سره غواړي چې د یو پلو نه په سلګونو زره تنه سوري کډوالو ته په خپل وطن کې سوله ایز ژوند برابره کړي او د بله پلوه به سیمه د پ ک ک ترهګرې ډلې او څانګو نه يي تصفیه کړي. د ویلو ده چې په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو نه راپدیخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې او څانګو يي د سوریې په شمال کې سیمې د خپل کنټرول لاندې راوستي دي. د نوموړو د ډول ډول ظلمونو له امله ۳ میلیونه ۶۴۳ زره او ۸۷۰ تنه سوري کډوال ترکیې ته راکډه شوي دي. د ویلو ده چې د نوموړو کډوالو ۱۷ سلنه د سوریې د شمال نه ترکیې ته راغلي دي.
وطن ورځپاڼې « د سوریې پولو ته پوځي اکمالات دوام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د سوریې پولو د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار ولسوالۍ ته یو زیات شمیر زغروالې موټرې او ټانکونه ولیږل. همداشان د سوریې پولو ته په سلګونو تازه دمه سرتیري هم استول شوي دي.
نوموړي زغروالې موټرې او تانکونه د سوریې سره په پوله کې د جیلان پنار په سیمه کې ځای په ځای کړل شول.
د حریت ورځپاڼې « ترکیه د څلورو توکو په تولید او صادراتو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د فندقو، اینځرانو، ګیلاسو او قیسي په تولید او صادراتو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري .
د ویلو ده چې په نړۍ کې ترکیه د نړۍ ۶۷ سلنه فندق تولیدلوي. همداشان د ګیلاسو ۲۶ سلنه ، د اینځرانو ۲۷ سلنه او د قیسي ۲۳ سلنه په ترکیه کې تولیدیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه چین ته د مرمرو او ګیلاسو نه وروسته لبنیاتو په صادراتو پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، چین د امریکا نه په وارداتو د محدویت د لګولو نه وروسته د ترکیې په ګډون نوو بازارونو ته مخه کړې ده . ترکیه به چین ته د مرمرو او ګیلاسو نه وروسته د لبنیاتو په صادراتو پیل وکړي.
په انقره کې د چین لوی سفیر دینګ لي خبري رسنیو ته ویلي دي چې ترکیه به د روان کال په وروستۍ ربع کې چین ته د لبنیاتو په صادراتو پیل وکړي.