د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1253449
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د امن د سیمې په اړه د چاوش اوغلو څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د سوریې په شمال کې د امن د سیمې په اړه د امریکا سره  د مطابقت په اړه وویل چې  ، د امریکا ولسمشر ټرمپ د امن د سیمې په اړه د شل میلو  ژمنه کړې ده . زمونږ اصلي موخه  سیمه د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو نه پاکول دي. له بده مرغه چې امریکا نن ورځ هم   ددې ترهګرو سره  د وسلو او مهماتو مرسته کوي. امریکا باید  صمیمي  چلند وکړي. امریکا باید پده پوه شي چې  د منبج د مسئلې په اړه  داځل ترکیې  ته  فریب ورکولې نشي. داځل دا مسئله ځنډولی نشي.

د صباح ورځپاڼې « د رنګین کمان تپو د بهرنیو سیلانیانو توجه ځانته رااړولې» د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې د ایغدر ولایت  د رنګین کمان  د تپو ښکلا د بهرنیو سیلانیانو توجه  جلب کړې ده .

دا تپې  چې  د ایغدر ولایت  د توزلوجا په ولسوالۍ کې موقعیت لري  خاوره يي  څو مختلف رنګونه لري. ددې تپو خاوره  سره ، نصواري  ،  زیړه  او څو نور رنګونه لري چې  سیمې ته يي یو ځانګړی ښکلا  ورپه برخه کړې ده . دې تپو  ښکلا د سیمې د ګرځندوی د سکتور د ودې سره  مرسته کوي.

د حریت ورځپاڼې « سترې کښتۍ  کوش اداسي  ولسوالۍ ته ۳۱۰۰ تنه  سیلانیان راوستل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالنډ د هیواد  یوه  ستره سیاحتي  کښتۍ  د ۳۱۰۰ تنو سیلانیانو سره  د ایدن ولایت د کوش اداسي  په ولسوالۍ کې  لنګر واچو. کښتۍ د ایژې پورت په بندر کې  د لنګر اچولو نه وروسته  سیلانیان  راښکته کړل . د سیلانیانو نه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو. ویل کیږي  د ۳۱۰۰ تنو سیلانیانو نه سربیره  د کښتۍ  ۱۲۰۰ تنه  پرسونل هم  یادې شوې ولسوالۍ ښکته شول.

د خبرترک ورځپاڼې « د سیلدا جهیل  د سلګونو زرو تنو سیلانیانو کوربه توب وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د بوردور ولایت  مشهور  د سیلدا جهیل  د تکو سپینو شګیو، رڼو  اوبو  سره د اختر په ورځو کې د سلګونو زرو تنو  ګرځندویانو  کوربه توب وکړ. د ویلو ده چې  دې سیمې د کال د پیل راهیسې د څه باندې ۶۰۰ زرو تنو  سیلانیانو کوربه توب کړی دی.

د سټار ورځپاڼې « د نړۍ نامتو سندرغاړی  اوتیلیا بروما : ترکیه زما  دویم  وطن دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د رومانیا  د نړۍ په کچه مشهور  سندرغاړي  توتیلیا بروما  ویلي دي چې د ترکیې د بودروم  سیمه  يي ډیره زیاته خوښیږي. هغه ویلي دي چې ترکیه  ددې دویم  وطن دی. هغه  په بودروم کې خپلو مینه والو ته  یو ډیره نه هیریدونکی  کنسرت اجرا کړ. نوموړي په ترکي ژبه هم  سندرې وویلې.  



اړوند خبرونه