د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا یونان ته پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه پيغام استولی دی. چاوش اوغلو په استولي پیغام کې ویلي دي چې « ترکیه په سیمه کې په ټولو مسئلو کې د ګټې ګټې د قاعدې په چوکاټ کې یونان د یو شریک هیواد په توګه لیدل غواړي. راځۍ چې د خپلو خلکو د رفاح او هوساینې په خاطر په ګډه کار وکړو. د ټولو هغه برخو لپاره چې ددې سیمې په اړه لیوالتیا ښايي زمونږ همدا پيغام دی. راځۍ چې همکاري وکړو تر څو هر سړی ددې همکارۍ نه ګټه اوچته کړي.
د صباح ورځپاڼې « د ځايي موټر ماډل وڅیړل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد د صنایعو او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د ټولنې د رئیس رفعت هسارجک اوغلو او په ترکیه کې د موټرو د متشبصینو سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د ترکیې د ځايي او ملي موټر ماډل نمونه په ګډه توګه وڅیړل شوه.
د حریت ورځپاڼې « د امریکا د سوداګرۍ وزیر ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان وویل چې د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور روس سره د ټيلیفون په کرښه ګټورې خبرې وکړې. هغې وویل چې ددې ټیلیفوني خبرو په پایله کې د امریکا د سوداګرۍ وزیر د مل هیت سره د سپټمبر په لومړۍ نیمايي کې ترکیې ته راځي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه او فنلنډ به د روسیې هوايي حریم کنټرول کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د دفاع وزارت اړوند ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیې او فنلنډ پوځي هیتانو د هوايي حریمونو د تړون په چوکاټ کې پرون د ترکیې د سي ان ۲۳۵ ډوله الوتکې کشفي الوتکې سره د روسیې د هوايي حریم کنټرول پیل کړ. دا کنټرول به د اګست تر ۹ مې نيټې دوام وکړي.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه د بدن د غړیو د پیوند په برخه کې په دویم کتار کې ځای لري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، اژانس پرس او پي ار نیټ په نړۍ کې د بدن د غړیو د پيوند او بښنې د بانک د شمیرو له مخې لیکلي دي چې ترکیه د بدن د غړیو د بخشش کولو د عامه پوهاوي په برخه کې د ۷۲ سلنې سره په نړۍ کې په دویم کتار کې ځای لري.
د ویلو ده چې هندوستان د ۷۴ سلنې سره په لومړي کتار کې ځای لري. همداشان اسپانیا هم د ۷۲ سلنې سره د ترکیې سره په عینې کتار کې ځای لري.