د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « اسماعیل دیمیر: د اشد ضرورت پرته ترکیه بهرني توکي نه رانیسي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو د ریاست رئیس اسماعیل دیمیر د اف ۳۵ جنګي الوتکو په قرارداد کې د رامنځته شوو ستونزو په اړه وویل « ترکیه لاسلیک کړو ټولو تړونونو ته ژمن دی او کلک ملاتړ ترینه کوي. ترکیه به ددینه وروسته د ډیر زیات اشد ضرورت پرته د بهر نه څه شی راونه نیسي. خپلې ملي او ځايي دفاعي صنایعو پرمختګ او ودې ته به توجه وکړي. »
د سټار ورځپاڼې « پیسکوف : ترکي اشپزان ډیر خوندور بوریک جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل د ترکیې د بورسا د ولایت یو تن نامتو اشپز حسن حجر ویلي دي چې د روسیې لخوا ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د تسلیمولو د چارو د پایته رسیدو نه وروسته به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترکیې ځانګړي خواړه بوریک پوخ او واستوي. پیسکوف وویل چې دا زمونږ لپاره د خوښۍ ځای دی.
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو لوی د لمر د انرژۍ سنټرال په ترکیه کې جوړ شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د یالوا په ولایت کې د ترکیې لومړنی او په نړۍ کې تر ټولو لوی د لمر انرژۍ د سیستم د تولید سنټرال د پروژې چارې سرته ورسیدې. د ویلو ده چې دا سنټرال خپله انرژي پخپله تولیدوي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو په کویټ کې ریکارډ جوړ کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په وسلو سمبال د بیرقدار ټي بي دوه په نامه ډرون الوتکو د کويټ په دښتو کې په امتحاني الوتنه کې تر ټولو د اوږدي مودې لپاره په هوا کې پاتې شوه. د ویلو ده چې د بیرقدار ټي بي دوه ډرون الوتکې د کویټ په دښتو کې د هوا د ډیر زیات تودوخي او شګو د توپان سره سره ۲۷ ساعته او ۳ دقیقې په دومداره توګه الوتنه وکړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو ځوان فزیک پوه چې ریکتور يي طرح او ډیزاین کړی دی د چرنوبیل نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ځوان فزیک پوه ۱۸ کلن اتش فتاح اوغلو پخپله طرحه او ډیزاین کړی اټومي ریکټور فعاله کړی دی. نوموړی د انقرې پوهنتون لخوا د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د ۲۴ تنو نورو پوهانو سره د ترکیې تر ټولو د ځوان اټومي فریک پوه په توګه د چرنوبیل نه لیدنه وکړه.
د نوموړي لخوا طرحه او ډیزاین شوی اټومي ریکتور د اټومي فزیک پوهانو او انجینیرانو لخوا هم تایید شوی دی. نوموړي په اوکراین کې د رسنیو پاملرنه ځانته جلب کړي وه.