د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « په ختیځې مدیترانه کې میدان ډبول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د شمالي قبرس ترک جمهوریت سره په ګډه د پلټنې او ژغورنې تطبیقات پیل کړل. د ویلو ده چې دا تطبقات به تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي. په قبرس کې د ترکیې ځواکونه به په ختیځه مدیترانه کې خپل طاقت نندارې ته وړاندې کړي. پدې تطبیقاتو کې به نړۍ ته دا ښکاره شي چې ترکیه په سیمه کې د خپل حق او ګټو نه د دفاع په خاطر هره شیبه پوره تیاري لري.
د حریت ورځپاڼې « د بالتک او نړۍوالې سمندري شورا مشري یوې چاپیریال دوستې ښځې ته ورکړل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان د بالتک او نړۍوالې سمندري شورا د مشرې په توګه د شادان کپتان اوغلو د ټاکل کیدو له امله خوښي څرګنده کړه.
آمنې اردوغان په استانبول کې د چاپیریال او ښار جوړونې د وزارت لخوا پیل شوې د هر ډول ضایعاتو د مخنیوي زرغونې پروژې د معرفي په پروګرام کې وکړې. هغې وویل چې د بالتک او سمندري چارو د نړۍوالې شورا د مشرۍ په توګه د یوې چاپیریال دوستې ترک میرمنې ټاکل کیدل زمونږ لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.
د خبرترک « د ترکیې نامتو ډاکټر عمره اوجاق د طب مشهوره جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پولیتزر ټولنې چې په نړۍ کې د ګوش او ګلو په برخه کې فعالیت کوي سږنۍ خپله مهمه جایزه د ترکیې د انقرې د طب پوهنتون د ګوش ، ګلو او د عصب د جراحي د څانګې ډاکټر عمره اوجاق ته ورکړه.
دې ټولنې ډاکټر اوجاق ته د غوږونو د ناروغیو په برخه کې د ترسره کړو تحقیقاتو او پدې برخه کې د ځینې مهمو لاسته راوړنو له امله ددې جایزې لایق ګڼلی دی.
ډاکټر اوجاق په ځانګړې توګه غوږونو د داخلي برخو له امله د غږ د نه اوریدو د تداوۍ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې کړي دي.
د سټار ورځپاڼې « ترکش ایرلاین هوايي شرکت پخپله پیلوټان روزي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د استانبول نوي هوايي ډګر ته د ګډه کولو او د الوتنو د نقطو د ډیرولو سره د پیلوټانو اړتیا هم مخ په ډیریدو ده . یاد شوي شرکت د پیلوټانو په برخه کې د خپلو اړتیاو د پوره کولو په خاطر پخپله د پیلوټانو د روزنې بهیر ګړندی کړی دی. یاد شوي شرکت د پیلوټۍ په خاطر د نوو کسانو د جذب په خاطر اعلان خپور کړ.
د وطن ورځپاڼې « د اینه ګول ګیلاس د انګلستان شاهۍ کورنۍ لپاره په ځانګړې توګه انګلستان ته صادریږي » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې د بورسا ولایت د اینه ګول د ولسوالۍ د ناپولیون په نامه ځانګړي ګیلاس هر کال په لومړني قدم کې انګلستان او بیا وروسته روسیې، جرمني او اوکراین ته صادریږي.
ویل کیږي دا ګیلاس په خاصه توګه د انګلستان شاهي کورنۍ په خاطر انګلستان ته صادریږي.
تیر کال د یادې شوې ولسوالۍ نه ۸۰۰ ټنه ګیلاس نړۍ ته صادر شوي وو.