د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « یو عشاریه دوه میلیونو تنو د پوهنتونونو محصلینو د کار زمینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ټولنیز کار د پروګرام په چوکاټ کې به په استانبول کې د ۵۱ پوهنتونونو ۱ عشاریه ۲ میلیونو تنو محصلینو ته کار زمینه برابره کړه. ولسمشر اردوغان وویل هر هغه محصل چې د اوړي په ۳ میاشتنۍ رخصتۍ کې په ټولنیزو برخو کې کار وکړي ۲۵۰۰ ترکي لیرې تنخوا او د بیمې نه به مستفید شي. دا ځوانان کولای شي چې محسنو کسانو د حفظ او مراقبت په مراکزو، ټولنیزو خدماتو، ښوونکي او یا ترینر په څیر په برخو کې کار وکړي.
همداشان د استانبول ښاروالي هم په پام کې لري چې ۵۰ زرو تنو ځوانانو ته د اعمار، ګرځندوی، ټولنیزو پروژو او کولتوري برخو کې پارټ ټایم د کار زمینه برابره کړي.
د سټار ورځپاڼې « د هیواد د تولیداتو د سکتور سره د۳۰ میلیاردو ترکي لیرو مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د اقتصادي رشد په نامه تشویقي پاکټ اعلان کړ.
هغه د نوموړې پاکټ د اعلانولو پر مهال وویل چې کیدای شي چې دده دا څرګندونې د ترکیې دښمنان ډیر خواشیني کړي. هغه وویل چې ددې پاکټ سره به د جون د میاشتې نه په اعتبار سره د وارداتو په پرتله د ترکیې د صادراتو کچه لوړه شي.
همداشان ددې پاکټ سره به د روان کال تر پایه پورې د صنایعګرانو سره نږدې د ۳۰ میلیاردو ترکي لیرو ملاتړ وشي.
د خبرترک ورځپاڼې « سکودا : د فلوکس واګون کیدای شي چې خپله فابریکه په ترکیه یا بلغاریا کې جوړه کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سکودا د موټر ټولنې ویلي دي چې کیدای شي چې د فلوکس واګون موټرو فابریکه ترکیې یا بلغاریا کې جوړه کړي.
یادې شوې ټولنې ویلي دي دا چې بلغاریا د اروپايي ټولنې غړی دی او سیاسي استقرار پکې حاکم دی جلب د توجه کوي خو ترکیه بیا د موټرو د سکتور لپاره ډیر ښه بڼسټونه لري.
د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاین کارګو خدماتو وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلاین د کارګو خدماتو د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع کې سره ددې چې د کارګو په نړۍوالو بازارونو کې د کارګو بازار ۳ عشاریه یو سلنه کوچنی شوی دی خو ترکش کارګو بیا ودې ته دوام ورکوي. د هوايي کارګو نړۍوالې ادارې د شمیرو له مخې د ترکش ایرلاین کارګو خدماتو د تیر کال همدې ربع په پرتله ۱۱ عشاریه ۶ سلنه وده کړې ده . ترکش کارګو د اسیا او امریکا په بازارونو کې ډیره ښه ځلیدلې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « د سومیلا صومعې دروازې د زیارت کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ترابزون په ولایت کې د سومیلا صومعه د ۴ کلنۍ بیارغونې چارو نه وروسته د زیارت کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي. ویل کیږي د نوموړې صومعې دننه د باغچې پورې لومړنۍ برخه د مې په ۲۵ مه نیټه د زیارت کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي.
په خبر کې راغلي دي چې پدې صومعه کې د بارغونې د چارو په بشپړه توګه د پایته رسیدو نه وروسته به د ملګروملتونو د نړۍوالو میراثونو په لست کې د شاملولو په خاطر په هلو ځلو پيل وشي.