د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د سوریې په اړه د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د اسد رژیم په ادلب د بریدونو سره په اصل کې د سوچي د تفاهمنامې او پریکړې نه سرغړونه کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا پر ادلب روانه بریدونه د سوچي د تفاهمنامې او استانه د بحیر نه په ښکاره توګه سرغړونه دی. هغه ویلي دي چې په سوریه کې د نوي اساسي قانون په اړه تفاهم هم نږدی شوی دی.
د وطن ورځپاڼې « د ترک جریان د نللیکو له لارې د ګازو انتقال د دسمبر په ۳۱ مه نیټه پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپورم مرستیال ویلي دي چې د ترک جریان د پروژې له لارې به د ګازو انتقال د دسمبر په ۳۱ مه نيټه پيل شي. د ویلو ده چې د ترک جریان د ګازو د نللیکو له لارې به د روسیې ګاز ترکیې او اروپا بازارونو ته انتقال شي. ددې پروژې په چوکاټ کې دوه نللیکې غځول شوي دي چې د هرې نللیکې له لارې به په کال کې ۱۵ عشاریه ۷۵ متر مکعب ګاز انتقال شي.
د حریت ورځپاڼې « تمه کیږي چې سږ کال لا زیات ګرځندویان ترکیې ته راشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې رئیس فیروز باغلي قایا ویلي دي چې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالي په نړۍ کې د ګرځندوی په ډیر مشهور او مهم مرکز بدل شوی دی. هغه ویلي دي چې سږ کال تمه کیږي چې لا زیات بهرني ګرځندویان ترکیې ته راشي.
هغه ویلي دي چې د روان کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې د تیر کال په پرتله د ګرځندوی سکتور ۲۴ سلنه وده کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د هیدروالکتریک په برخه کې په نړۍ کې څو پوړه لوړ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې تیر کال د ۱۰۸۵ میګاواټه په ظرفیت د نوو هیدروالکتریک انرژۍ د ستیشنونو په جوړیدو سره ترکیه د هیدرو الکتریک په کتار کې په نړۍ کې څو پوړه لوړ او څلورم کتار ته ورسید.
د خبرترک ورځپاڼې « جینیفر لوپیز په انتالیا کې کنسرت ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لاتینې موسیقۍ د نړۍ په کچه مشهوره سندرې غاړې جینیفر لوپیز د اګست په شپږمه نيټه د انتالیا ولایت د سیریک په ولسوالۍ کې کنسرت ورکوي.
لوپیز به پدې کنسرت کې خپلې ټولې مشهورې سندرې وايي.