د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د اتماجا توغندی به په نږدې راتلوونکي کې په کښتیو کې نصب شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اتماجا سمندري توغندی چې په نړۍ کې د خپلو همکتارانو نه لا په لوړه او پرمختللې تکنالوژۍ او ځانګړتیاوو جوړ شوی دی د ترکیې لومړنی سمندري توغندی چې هر څه ژر به يي په تولیداتو پیل وشي. د ویلو ده چې د نورمالو تولیداتو په خاطر يي تړون لاسلیک شو. دا توغندي به د یو یا یونیم کال په دننه کې په جنګي کښتیو کې نصب کړی شي. دا توغندی چې د هوا په هر ډول شرایطو کې د استفادې وړ دی د متقابلو تدابیرو پر وړاندې مقاوم، د هدف د تغیر او نوي کولو، له سره د برید او د توغولو نه وروسته د برید د ابطال او د ثابت او حرکت په حال کې د هدف د لمنځه وړو په ظرفیت او ځانګړتیا جوړ شوی دی.
د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په ۲۰۱۸ کال کې د تیلیفونو لپاره د جوړ کړي اپلیکیشن له لارې ۴ عشاریه یو میلیونه ټکټونه پلورلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلاین هوايي کرښو شرکت د ټکنالوژۍ او مساپرو لپاره د سهولتونو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ودې ده دوام ورکوي. یاد شوي شرکت په ۲۰۱۸ کال کې یواځې د ټيلیفونونو لپاره د جوړو کړو اپلیکیشنونو له لارې ۴ عشاریه ۱ میلیونه ټکټونه پلورلي دي. ترکش ایرلاین په ۲۰۱۸ کال کې ۷۵ عشاریه ۲ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « لرې ختیځ ته د کشمشو صادرات ډیر شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کشمشو د صادراتو ټولنې چې د اوږدو کلونو راهیسې د لرې ختیځ بازارونو ته د صادراتو په برخه کې کار کولو هلو ځلو يي مثبته ثمره ورکړه.
د ویلو ده چې چین ته د ترکیې د کشمشو صادرات ۱۲۰ سلنه او جاپان ته بیا ۸۷ سلنه ډیر شوي دي.
د صباح ورځپاڼې « روسان د رخصتي لپاره تر ټولو زیات انتالیا ته ترجیح ورکوي » روس ګرځندویان د رخصتیو سربیره د کولتوري سیاحتونو لپاره هم د ترکیې انتالیا ولایت ته ترجیح ورکوي. سږ کال د انتالیا ولایت د لرغوني سیمې قلعه ایچې سیمې ته د روس ګرځندویانو د قافلو راتګ پيل شوی دی. روس ګرځندویان د اوړي د رخصتیو لپاره هم تر ټولو زیات انتالیا ولایت ته ترجیح ورکوي.
د وطن ورځپاڼې « داوید ګاریت استانبول ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه مشهور الماني وایلوم غږونکی داوید ګاریت د سپټمبر په ۲۱ مه نيټه په استانبول کې خپلو مینه والو ته کنسرت اجرا کوي.
د نړۍ مشهور هنرمند د نامحدوده ژوند تر نامه لاندې د خپلو نړۍوالو کنسرتونو په چوکاټ کې ترکیې ته راځي.