د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د نتنیاهو په اړه د ابراهیم قالن سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغه څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود چې ویلي دي د ټاکنو نه وروسته به په لویدیځه تراړه کې کې ټولې اشغال کړې سیمې د اسراییلو د خاورې سره ګډې کړي. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د اسراییلو د لومړي وزیر د نوموړو څرګندونو پر خلاف په غبرګون کې وویل چې « د نتنیاهو دا څرګندونې په اصل کې ددوې لخوا اشغال ته د مشروعیت ورکولو د هلو ځلو یو ښکاره مثال دی. که چیرې نتنیاهو یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي ایا دا به په اسراییلو کې د ډیموکراسۍ بری وي او که د اشغال. »
د خبرترک ورځپاڼې « د لرې ختیځ د ګرځندویانو نوی ادرس د ترکیې پاموک کلا » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه پاموک کلا سیمې په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی سیزن ډیر ښه او د ټاکل شوو هدفونو سره سم پيل کړ. د ویلو ده چې د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو درو میاشتو کې پاموک کلا سیمې ته د تیر کال په پرتله ۲۵ سلنه لا زیات ګرځندویان راغلي دي. د ویلو ده چې د پاموک کلا د سیمې لپاره د ۲۰۱۹ کال لپاره د ۳ میلیونو تنو ګرځندویانو هدف ټاکل شوی دی خو داسې ښکاري چې دا سیمه د ټاکل شوي هدف نه هم خپه واړوي. د لري ختیځ ګرځندویانو د پاموک کلا سیمې ته مخه کړې ده . همداشان تمه کیږي چې په راتلوونکو ورځو کې د روسیې او جرمني ګرځندویان هم د پاموک کلا د سیمې پر لورې مات شي.
د صباح ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر ته د اتاترک د هوايي ډګر د انتقال چارې په ۳۳ ساعتونو کې پایته ورسیدې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه تر ټولو لوی د استانبول هوايي ډګر ته د اتاترک د هوايي ډګر د انتقال چارې په ۳۳ ساعتونو کې بشپړې شوې . د ویلو ده چې د انتقال د چارو په خاطر ۴۵ ساعته هدف ټاکل شوی وو چې د لوژیستیک شرکتونو دا چارې په ۳۳ ساعتونو کې سرته ورسولې. د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت د انتقال د چارو نه وروسته خپل لومړنی پرواز انقرې ته وکړ.
د یادولو وړ ده چې د استانبول هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو لوی هوايي دګر دی چې اوسمهال يي لومړني فاز په فعالیت پیل کړی دی. ددې هوايي ډګر ټولې چارې سرته د رسیدو سره به په نړۍ کې تر تولو لوی هوايي ډګر وي.
د سټار ورځپاڼې « د هیواد د نامتو وزن اوچتوونکي د ژوند په اړه سینمايي فلم جوړیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سپورت په تاریخ کې د ډیر مهم ځای خاوند د نامتو وزن اوچتوونکي مرحوم نعیم سلیمان اوغلو د ژوند په اړه
« جیپ هارکولو نعیم سلیمان اوغلو » په نامه سینمايي فلم د اکتوبر په ۲۵ مه نيټه نندارې ته وړاندې کیږي. دا فلم د هیواد فلم جوړونکي مصطفی اوسلو لخوا چې ددینه مخکې د هیواد د نامتو سندر غاړي مسلم ګورسیس د ژوند په اړه هم فلم جوړ کړی وو جوړیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول په نیمه ماراتون کې لومړی مقام کینیايي منډه وهونکې خپل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د نیمه ماراتون ګټوونکی اعلان شو. پدې ماراتون کې د نارینو په برخه کې کینیايي منډه وهونکي بینارد نیګنو د ۵۹ دقیقو او ۵۶ ثانیو سره اتلولي خپله کړه. همداشان په ښځینه برخه کې هم کینیايي منډه وهونکې لومړی مقام خپل کړ.