د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهم پيغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ملګروملتونو سازمان د ۱۹۶۷ کال د پریکړو سره دا خبره په تکرار تسجیل شوې چې د ګولان ټپې د سوريې خاوره ده. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون په پلازمینه انقره کې د ځوانانو سره په لیدنه کې وکړې. هغه دلته د ځوانانو پوښتنې ځواب کړې. د ولسمشر اردوغان دا پروګرام د ټویټر، فیسبوک او انستګرام نه په ژوندۍ بڼه نشریده.
د خبرترک ورځپاڼې « په لیودیکیا کې د روم د دورې اړوند ۱۹۰۶ کلن مسجمه وموندل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تریې د دینیزلي ولایت د لیودیکیا په لرغوني ښار کې د تاریخي کیندولو پر مهال د میلاد نه وروسته په ۱۱۳ کال کې جوړ شوی د روم د امپراتور ترایان مجسمه وموندل شوه . د ویلو ده چې دا د نړۍ نادر تاریخي اثر د ۳۵۶ ټوټو په حال کې موندل شوی دی. همداشان د مسجمې ترڅنګ د دښمن د عسکر چې لاسونه يي د شا لخوا تړل شوي دي یو رسم هم موندل شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې ځايي او مصنوعي سپوږمه کۍ په انترکتیکا د هغه ټاپو نه چې د ترکیې د علمي څیړنیز مرکز پکې شتون لري د عسکونو په اخیستو پيل کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځايي او ملي سپوږمه کۍ را سات د انترکتیکا د هورس شوی د ټاپو چې د ترکیې علمي او تحقیقاتي مرکز پکې شتون لري په اړه په تحقیقاتو پیل کړی دی. سپوږمه کۍ د یاد شوي ټاپو او شاوخوا سیمو انځورونه اخیستې او مرکز ته يي رالیږلي دي. د ویلو ده چې د ترکیې دا سپوږمه کۍ پرته د کوم محدودیت نه د نړۍ د هر ګوټ او هرې نقطې نه د ویدیو او انځورونو د اخیستو توان لري.
د وطن ورځپاڼې « د ځايي ډرون الوتکو بریالیتوبونه د ځايي تعرضي الوتکې د چارو سره مرسته کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بایکار شرکت چې په ډیره ارزانه بیه د د ځايي او ملي امکاناتو سره بې پیلوټه الوتکې جوړوي داځل يي د اقنجي په نامه د تعرض الوتکو په جوړولو پيل کړی دی. د ویلو ده چې د اقنجي په نامه د تعرض الوتکو چارې په وروستۍ پرمرحله کې قرار لري چې د روان کال د اګست په میاشت کې به يي په ازمایښتونو پيل وشي. د اقنجي په نامه دا تعرضي بې پيلوټه الوتکه د ۱۳۵۰ کیلوګرامه بار د انتقال پر ظرفیت جوړیږي . همداشان دا الوتکه د ترکیې د ملي او ځايي توغندیو سوم ، جیریت، ام ک ۸۲ او بوزوک په څیر د توغندیو د انتقال ظرفیت هم لري. دا الوتکه به د ترکیې لخوا په تولید شوو نوو زیرکو توغندیو هم سمبال شي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې هوايي شرکت ترکي چای نړۍ ته معرفي کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د استانبول په هوايي ډګر کې د بهرنیو مساپرینو په ځانګړي سالون کې د ترکي چای لپاره یوه ځانګړې برخه جلا کړې ده . ویل کیږي دلته به د ترکیې چای نړۍ ته ورپیژندل شي. ترکش ایرلاین پدې سالون کې د کافي خونې، کتابتون، د ماشومانو د لوبو ځای او د ترانزیت مساپرو لپاره د خوب ځایونه هم جوړ کړي دي.