د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

1162463
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « لندن او بیجینګ مو له یو بل سره ونخلو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ستر ټرانسپورتي  لیکې  د ګیبزه - حلقه لي  د ریل ګاډو  پټلۍ پرانیستل شوې. د ترکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  د  ریل ګاډو د نوو پټلیو  د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې « دا  پټلۍ  د استانبول د تنګي نه د سمندر لاندې د مارمارای  د پروژې سره  تیریږي. د لندن نه  حرکت کوونکی  ریل ګاډی به ددې پټلۍ د پاسه  د چین پلازمینې  بیجینګه پورې  تللی شي. یعنې مونږ  ددې پروژې سره  لندن  د بیجینګ  سره  ونخلو. دوه لویې وچې مو  د یو بل سره  د ریل د پټلیو سره  ونخلولې. »

د حریت ورځپاڼې «  ترکیه د سرمایه داره روس ګرځندویانو لپاره  د جاذبې په مرکز بدلیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سرمایه داره  روس ګرځندویانو لپاره  د اروپا پر ځای ترکیې ته د ترجیح ورکولو په خاطر  په چارو پیل شوی  دی. د ویلو ده چې  پدې اړه  د روانو چارو په ترڅ کې به  په ترکیه  کې په یو زیات شمیر مهمو مراسمو کې روسیې ته د افتخاري میلمه  په توګه بلنه ورکړ شي. همداشان  د روسیې نه استانبول او نورو مرکزونو ته په نورمالو الوتنو کې هم  د بزنس کلاس  خدمات وړاندې کړې شي. د بله پلوه  په ترکیه کې د ګرځندوی په مسلکي لیسو کې روسي ژبه  به په جبري بهرنۍ ژبې  بدله کړې شي.

د وطن ورځپاڼې « تاناپ د ګازو د نللیکو  نه وارد شوو ګازو مقدار به  ۴ میلیارده متر مکعبو ته  لوړ شي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان  نه  د ترکیې له لارې  اروپا بازارونو ته  د ګازو د انتقال  د نللیکې  تاناب سره  د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري د ۳۰ او ۲۰۱۹ میلادي کال د فبروري تر ۲۸ مو نیټو ترمنځه  د اذربایجان نه ترکیې ته  یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه متر مکعبه  ګاز  وارد شوي دي. تمه کیږی چې دا مقدار  د جون د میاشتې تر پایه  دوه میلیاردو مترو مکعبو ته لوړ شي. همداشان د ۲۰۱۹ کال  تر پایه به دا رقم  ۴ میلیاردو مترمکعبو ته  ورسیږي. د بله پلوه  د نوموړې نللیکې د ساختماني چارو پر مهال لس دوله  نوې بوټي او حیوانات  کشف شوي دي. ویل کیږي ۹ ډوله حیوانات  او یو ډول هم  بوټي کشف شوي دي. ددې سربیره  ۱۵۴ لرغوني  اثار هم  موندل شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « د لاتینې امریکا مساپر د ترکیې هوايي کرښو شرکت ته ترجیح ورکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیر کال ترکیې ته  د لاتینې امریکا نه د راغلو مساپرو په شمیره کې  د ۲۰۱۷ کال په پرتله  ۵۹ سلنه  زیاتوالی راغلی  دی. تیر کال ترکیې ته ۲۵۲ زره تنه د لاتینې امریکا مساپر راغلي دي.

تر ټولو زیات  د برازیل  وګړي راغلي دي. همداشان  د لاتینې امریکا د هوايي ترمنځه هم  د ترکیې د ملکي هوايي چلند  د شرکت مساپر  ډیر شوي دي. ترکش ایرلاین تیر کال  ۴۰۳ زره تنه  د لاتینې امریکا مساپر انتقال کړي وو. همداشان سږ کال  په لومړنیو دوو میاشتو کې د تیر کال په پرتله  د مساپرو شمیره  ۲۱ عشاریه ۱ سلنه لوړه شوې  او ۷۰ زه او ۶۷۹ تنو ته  رسیدلي ده.

 



اړوند خبرونه