د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې «د کویټ خلک د نړۍ په مشرانو کې تر ټولو ډیر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مینه لري.» سرلیک لاندې لیکلي دي چې
دا خبره د امریکا مطالعاتي ستراتیژۍ واشنګټن انیستیتیوت کړې ده . یاد شوي انیستیتیوت په کویټ کې د نړۍ د مشرانو په اړه نظرپوښتنه کړې ده .
د کویټ د القبس ورځپاڼې د نوموړې نظر پوښتنې پایلې خبرې کړي او پدې اړه يي یو خبر خپور کړی دی.
یاد شوې ورځپاڼې « د کویټ خلک ټرمپ پر خلاف قهر او د اردوغان پر وړانډې مینه لري » د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې په کویټ کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ محبوبیت پنځه سلنه دی او ددې په مقابل کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان محبوبیت ۶۴ سلنه دی.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د تاریخ بیانوونکي ۶ میلیونه کتابونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې تر ټولو ستر کتابتون به په استانبول کې د رامي په قشله کې جوړ شوي . پدې اړه چارې دوام لري. پدې کتابتون کې به ۶ میلیونه کتابونه د لوستونکو لوست ته وړانډې شي. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې سربیره پدې قشله کې غواړو چې د لسو میلیونو کتابونو د درلودو په ظرفیت یو بل ډیر ستر کتابتون هم جوړ کړو. همداشان پدې قشله کې د نندارتونو د سالونونو ، د کافي خونو نه تر کتاب پلورنځیو، د تحفو د پلورلو دوکانونه ، دودیزو توکو د پلورلو دوکانونه په ګډون یو زیات شمیر مکانونه جوړولو پلان لرو.
د حریت ورځپاڼې « د هارمان قایا ابشار د هیجان د مینه والو انتظار باسي » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د دوزجه ولایت د جمعه یرې په ولسوالۍ کې د طبعیت دوستو ډلو لخوا کشف شوې او وروسته د ګرځندویانو پر مخ پرانیستل شوې د هارمان قایا په ابشار کې د زیپ لاین لپاره مزي غځول کیږي. د ویلو ده چې دا ابشار نږدې دوه کاله مخکې د طبعیت دوستو کسانو لخوا په ځنګل کې د قدم وهلو پر مهال کشف شوی وو چې وروسته د دوزجه ولایت د کولتور او ګرځندوی د ریاست لخوا د ګرځندوی پر مخ پرانیستل شو.
د ویلو ده چې پدې سیمه کې د ترکیې موټرسایکل ځغلونې تر ټولو مهمه ځغاست لیکه او نور سپورتي تاسیسات هم شتون لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « د زیوګما او ګوبک ټپې فیګورونو په زیوراتو کې کارول کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي د غازي انتپ د بلوغ انیستیتیتوت غواړي چې د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د غازي انتپ د زیوګما د لرغوني ښار فیګورونه او د شانلي اورفا ولایت د ګوبکتپې د لرغونې ښار فیګورونو نه د زیوراتو او جواهراتو په جوړولو کې کار واخلي. یاد شوي انیستیتیوت په پام کې لري چې د زیوګما په لرغوني ښار کې په موزایکو باندې رسم شوي فیګورونه او د ګوبکتبې په لرغوني ښار کې په مرمرو موجود تاریخي فیګورونه د غاړکیو، والیو، ګوتو ، لاسبندونو او داسې نورو زیوراتو کې وکاروي. نوموړي انیستیتیوت ویلي دي چې په پام کې لري په راتلوونکې کې ددې تاریخي فیګورونو نه د کور په سامان الاتو کې هم کار واخلي. دا انیستیتیوت غواړي چې پدې ډول د ترکیې نامتو تاریخي سیمې نړۍ ته معرفي کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « ځوان استعدادونه کشفیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ځوانو استعدادونو د موسیقۍ د سیالۍ په اړه د ځوانانو لیوالتیا د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده. ویل کیږي پدې سیالۍ کې ګډون کوونکو ته د موسیقۍ سره د ځان د بیان فرصت ورکول کیږي.
دا سیالۍ ځوانانو چې د موسیقۍ په برخه کې ځانګړی استعداد ولري د خپل استعداد د بیانولو فرصت ورکوي.
پدې سیالۍ کې د ګډون وروستۍ نیټه د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳۱ مه نیټه ده. د سیالۍ ګټوونکو ته به د اپریل په ۱۴ مه نیټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جایزې ورکړل شي.