د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ترهګرو دهلیز ته به هیڅکله هم اجازه ورنکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې د ادلب په ګډون په هیڅ سیمه کې به انساني بحران رامنځته کولو ته اجازه ورنکړو. د سوریې د مسلې د حل په موخه د استانه د بهیر ضمانت کوونکي هیوادونو ترکیې، روسیې او ایران د څلورم ځل لپاره درې اړخیزه سرمشریزه پرون په سوچي کې وکړه.
د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوچي د سرمشریزې نه وروسته د روسیې او ایران د ولسمشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې غونډه کې مو د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په بهیر په هړ اړخیزه توګه خبرې وکړې. د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر په ترڅ کې باید پ ک ک ، وای پ جي او پ وای ډي او داعش ترهګرو ډلو د استثمار کولو ته اجازه ورنکړو. همداشان په سوریه کې د ترکیې په پوله کې د امن سیمه د ترهګرو لپاره د خوندي ځای د جوړولو په خاطر جوړه نشي. ترکیه به په هیڅډول په خپلو پولو کې د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي.
د وطن ورځپاڼې « د اکار مهمې غونډې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د روسيې د سوچي په ښار کې د روسیې او ایران د ستر درستزوالانو سره جلا جلا لیدنې وکړې. دا لیدنې د درې اړخیزې سرمشریزې نه مخکې وشوې. نوموړو پدې لیدونو کې د سوریې په وروستیو حالاتو خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت د شمالي مقدونیا خلکو ته تسلیت ووایه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې د شمالي مقدونیا پلازمینې اوسکوپ په څنډو کې د رامنځته شوې ټرافیکې پيښې چې له امله يي ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د تسلیت مراتب وړاندې کړل. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په ډیر خواشینۍ سره مو تیره ورځ د اوسکوپ په څنډو کې د یو مساپروړونکي بس د چپه کیدو نه چې په ترڅ کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی خبر ترلاسه کړ. د پيښې د قرنیانو کورنیو، د مقدونیا ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ټپیانو ته د عاجلې شفاء هیله کوو.
د خبرترک ورځپاڼې « جاري کسر معلوم شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې کلنی جاري کسر اعلان شو. د ترکیې د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې جاري کسر ۱ عشاریه ۴۴ میلیارده ډالره دی. همداشان کلنی جارې کسر ۲۷ عشاریه ۶ میلیارده ډالره دی. د ویلو ده چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جاري کسر ۴۷ عشاریه ۴ میلیارده ډالره وو.
د حریت ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین کارګو د مینانو د ورځې په خاطر ۴ زره ټنه ګلان انتقال کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلاین کارګو خدمات چې په نړۍ کې تر ټولو ګړندي خدمات دي د فبروري ۱۴ مه د مینانو د ورځې په خاطر ۴ زره ټنه ګلان انتقال کړي دي.
ترکش ایرلاین ویلي دي چې تیره ورځ ددوې کارګو الوتکو د نړۍ څلور ګوټونو ته ګلان انتقال کړي دي.