د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1131240
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه ۴۸ هیوادونو ته  شات صادروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې  ۴۸ هیوادونو ته  شات صادر کړي دي. د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله  په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې د شاتو صادرات د ۷ سلنې په زیاتیدو سره  ۲۵ میلیونه ۵۰۳ زره  او ۴۴۵ امریکايي ډالرو ته  لوړ شوي دي. د ویلو ده چې ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو زیات  جرمني، امریکا، سعودي عربستان، اسپانیا او اتریش ته  شات  صادر کړي دي.

د حریت ورځپاڼې « په ۲۰۱۸ کال کې  تر ټولو  زیات  د  توپ کپې سرای  د موزیم  نه  لیدنه شوې ده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا د موزیمونو او تاریخي مکانونو  نه د لیدونکو  شمیره  اعلان کړه. د کولتور او ګرځندوی د وزارت د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې  ۲۸ میلیونه ۱۴۴ زره او ۶۷۰ تنو د موزیمونو او تاریخي مکانونو نه  لیدنه کړې ده . ویل کیږي په ۲۰۱۸ کال کې  ۲ میلیونه ۹۸۰ زرو او ۴۵ تنو  د توپ کپي سرای  د موزیم  نه  لیدنه کړې ده .

د صباح ورځپاڼې « ترکیه په انترکتیکا کې  د هوا پیژندنۍ په برخه کې تحقیقات کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزیر  بکر پیک دیمیرلي  وویل چې  انترکتیکا ته د ملي علمي  دریم  سفر  په چوکاټ کې به  د هوا پیژندونې په برخه کې تحقیقات  ترسره شي. هغه وویل چې ترکیه  د هوا پیژندنۍ په برخه کې  د نړۍ سره  سیالۍ ته  چمتو ده.

د سټار ورځپاڼې  « د ترکیې قیمتي کاڼۍ نړۍ ته  صادریږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍ ته د ترکیې د قیمتي او طبعي  کاڼو د صادراتو په خاطر  په نړۍواله کچه  اعلانات پیلیږي. د استانبول د معدن د صادراتو د ټولنې  رئیس  ایدن ډینچر  ویلي دي چې  په نړۍ کې  د مرمرو  په برخه کې  ایټالیا  ځانګړی شهرت لري  خو په اصل کې  ترکیه د مرمرو د زیرمو  له پلوه  د ایټالیا نه  لا  بډایه هیواد دی. هغه وویل چې  غواړو نړۍ ته  د ترکیې  مرمر او نور قیمتي کاڼۍ د ترکش ستون په نامه  معرفي کړو. هغه وویل چې په لومړي پړاو کې  د امریکا  په نیویارک ښار کې  د انجینیرانو او معمارانو سره  مشورتي تړونونه  لاسلیک کیږي. همداشان وروسته به د اعلاناتو  لمن اروپا ته وغځو.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکش ایرلاین  شرکت د استانبول په هوايي ډګر کې خپل نوي تاسیسات  پرانیستل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايی چلند شرکت ترکش ایرلاین د مارچ په میاشت کې  د استانبول  نوي  او د نړۍ تر ټولو  لوی هوايي ډګر ته  د کډه کولو  د چارو نه مخکې  خپل پنځه تاسیسات  چې  جمعآ  د ۵۰ زره ۳۷۹ متر مربع سیمه کې  جوړ شوي  پرانیستل .

د ویلو ده چې  د اتاترک د هوايي ډګر نه به د استانبول هوايي ډګر ته د کډه کولو  چارې د مارچ د میاشتې په لومړۍ نيټه پیل  او تر درې نیټې به دوام  وکړي.

د دریمې نیټې  د شپې د ۱۲ بجو نه وروسته به د اتاترک  هوايي ډګر  د ټولو  کورنیو او بهرنیو الوتنو پر مخ  وتړل شي.

 



اړوند خبرونه