د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ملي جنګي الوتکه د باد امتحان » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا تر ټولو د پرمختللو پنځم نسل جنګي الوتکو نه د ترکیې ملي جنګي الوتکه ټي ایف – ایکس د باد په تونل کې امتحانیږي. ترکیه چې غواړي چې په ډیره لنډه موده کې د ملي جنګي الوتکې پروژه سرته ورسوي پروژې ته وروستی شکل ورکوي. تمه کیږي چې ددې الوتکو نورمال تولیدات به په ۲۰۳۳ کال کې پیل شي. ترکیه غواړي چې دا الوتکه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې امتحاني الوتنې په خاطر ولوزوي. همداشان ترکیه په پام کې لري چې تر ۲۰۳۳ کاله پورې په بهر د پلورولو په خاطر د ۴۰۰ الوتکو فرمایش ترلاسه کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي چلند ریکاټ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي ډګرونو شورا چې د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو نه نږدې ۲۰۰۰ هوايي ډګرونه يی غړیتوب لري د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو کلونو ترمنځه هر اړخیز راپور خپور کړ. د نوموړي راپور له مخې ترکیې په تیرو لسو کلونو کې ۱۹۱ نقطو ته مخامخ الوتنې پيل کړي دي. په راپور کې راغلي دي چې ترکیې د نوو نقطو سره د ارتباطاتو په برخه کې ۱۳۰ سلنه ، د هوايي ډګرونو سره د مسقیمو ارتباطاتو په برخه کې ۱۵۷ سلنه او شبکو ترمنځه د مستقیمو ارتباطاتو په برخه ۵۳۴ سلنه وده کړې ده . ترکیه د ملکي هوايي چلند په برخه کې په اروپا کې تر ټولو زیات وده کوونکی هیواد ټاکل شوی دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې تر ټولو د لوی عسکري کښتۍ ټي سي جي انادولو تسلیمولو موده یو کال رامخې ته کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د سمندري ځواکونو د اړتیاوو لپاره جوړیدونکي د ترکیې تر ټولو د لویې پوځي کښتۍ ټي سي جي انادولو د جوړولو چارې لا ګړندۍ شوې . د ویلو ده دا پروژه د ترکیې لخوا د دفاعي صنایع په برخه کې جوړیدونکي تر ټولو لویه پروژه ده او ترکیه به د نړۍوالو طاقتونو په برخه کې لا پسې لاسبری کړي.
ویل کیږي ددې پروژې د سرته رسولو نیټه یو کال رامخې ته شوه او د ۲۰۲۰ کال د وروستیو پورې به سمندري ځواکونو ته وسپارل شي.
د صباح ورځپاڼې « په ۲۰۱۸ کال کې ازمیر ولایت ته تر ټولو زیات الماني ګرځندویانو سفر کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اکتوبر په میاشت کې ترکیې ته د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۵ عشاریه ۵ سلنه لا زیات سیلانیان راغلي دي. د اکتوبر په میاشت کې ترکیې ته د راغلو سیلانیانو شمیره ۳ عشاریه ۸ میلیونه تنو ته رسیدلې ده . همداشان د راغلو سیلانیانو نه د جرمني سیلانیانو تر ټولو زیات ازمیر ولایت ته سفر کړی دی . ازمیر ولایت د اکتوبر تر میاشتې د روسیې، فرانسې، انګلستان او جرمني په څیر د هیوادونو نه د ۹۶۶ زرو تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی.
د وطن ورځپاڼې « د انګلستان د پریمیر لیګ د ستر لوبډلو نه نیوکاستل یوناتید پلورل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکانو د انګلستان د فوټبال د مهمې لوبډلې د نیوکاستل یوناتید رانیولو ته نسټونې بډ وهلي دي. ویل کیږي درو تنو د نوموړې لوبډلې د رانیولو لپاره وړاندیز کړی دی چې یو تن يي ترک دی.
یادې شوې لوبډلې ویلي دي ترکانو د ددې ټیم د رانیولو په خاطر د څو میاشتو راهیسې په مذاکراتو پيل کړی دی . ددې سربیره د نړۍ مشهور میلیاردر د امریکا د اتلانتا یوناتید د کلوپ خاوند هم ددې لوبډلې طالب دی.