د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « په تیره یوه اوونۍ کې ۱۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیره یوه اوونۍ کې په کورنیو عملیاتو کې د ترهګرو د دوو ډلمشرانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې په روانو عملیاتو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې سره د ارتباط په تور ۵۹۸ تنه او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د ارتباط په تور ۵۳۸ تنه او د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور۲۷ تنه نیول شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « د نوامبر د میاشتې د انفلاسیون رقم اعلان شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې ادارې د نوامبر د میاشتې د انفلاسیون رقم اعلان کړ. د ویلو ده چې د نوامبر په میاشت کې انفلاسیون یو عشاریه ۴۴ سلنې ته راټیټ شوی دی. یادې شوې ادارې ویلي دي چې کلني انفلاسیون ۲۱ عشاریه ۶۲ سلنه دی.
د وطن ورځپاڼې « پاکستان ته د اټاک چورلکو صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي صنایع رسمي بازار یابۍ او ارتباطاتو رئیس تامر اوزمن ویلي چې پاکستان ته د اټاک چورلکو د صادراتو په خاطر به په نږدې راتلوونکې کې اجازه نامه ترلاسه کړي. هغه ویلي دي چې هغه ادعاګانې چې ګواکې د صادراتو د اجازه نامې په ترلاسه کولو کې د ځنډ له امله پاکستان صادرات ځنډول شوي دي هیڅ حقیقت نلري. دا صادرات به د پلان په مطابق ترسره شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکي ډرامې نندارې ته وړاندې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت په مرسته او ملاتړ د قیام ، پایتخت عبدالحمید، بیر زمانلر چکوروا او چکور په ګډون یو زیات شمیر ترکي ډرامې په سنګاپور کې جوړیدونکي د اسیا د تلویزیون او سینما په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کیږي. ویل کیږي پدې نندارتون کې به د ترکیې د ډرامو سکتور د قوي پرمختګ او بریالیتوبونو په راض د خبرو کولو په خاطر یوه ځانګړې ناسته هم جوړه شي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د غشي ویشتونکې صنعت راتلوونکې کال کې د یونسکو په سازمان کې ثبتیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د یونسکو سازمان لخوا د کورکوت نیکه د افسانوي داستان د نړۍ د افسانوي کولتوي میراث په لست کې د شاملولو نه وروسته دا ځل د ترکیې د غشي ویشتونکې صنعت ددې سازمان د کولتوري میراثونو په لست کې د شاملولو په خاطر نسټونې بډ وهلي دي. تمه کیږي چې پدې مسلې په ۲۰۱۹ کال کې د یونسکو سازمان د کمیټې په غونډه کې خبرې وشي.