د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ادوغان او پوتین په استانبول کې لیدنه کوي » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د نوامبر په ۱۹ مه نیټه په استانبول کې د ترک جریان د ګازو د نللیکې د سمندر د برخې د چارو د پایته رسیدو په خاطر ځانګړي مراسم جوړیږي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې پدې مراسمو کې د ګډون او ترکیې ولسمشر سره د لیدنې په موخه استانبول ته راځي په استانبول کې به د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړي. وروسته به دواړه مشران د ویدیو کنفرانس له طریقه په مراسمو کې ګډون وکړي. د ویلو ده چې د ترک جریان د ګازو نللیکه د چې ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري ۹۳۷ کیلومتره د سمندر په تل کې تیره شوې ده. د نوموړې نللیکې سره به د روسیې ګاز د ترکیې له لارې اروپا بازارونو ته انتقال شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د قاشقچي د جنایت دلایل د فرانسې سره شریک کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو د قاشقچي د جنایت په اړه دلایل ددوې سره ندي شریک شوي وویل، ترکیې د قاشقچي د جنایت په اړه دلایل د فرانسې د استخباراتو سره شریک کړي دي. عمر چلیک وویل چې د قاشقچي د جنایت په اړه ثبت شوي ټیلیفوني مکالمې او نور دلیلونه مو وار د مخه د فرانسې استخباراتو ته ورکړي دي. هغه وویل چې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې غندي. ځکه چې غیرې مسئولانه څرګندونې دي. هغوې د خپلو استخباراتو نه هم خبردار ندي.
د سټار ورځپاڼې « په لویدیځه توره بحیره کې د ګازو ډیرې سترې زیرمې تثبیت شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د مدیترانې سربیره په توره بحیره کې هم د ګازو د پلټنې چارې ګړندۍ کوي. د ترکیې د بارباروس په نامه تحقیقاتي کښتۍ په لویدیځه توره بحیره کې د ترسره کړو تحقیقاتو په ترڅ کې د ګازو ډیرې سترې زیرمې تثبیت کړي دي. ویل کیږي ګازو زیرمې د بلغاریا او رومانیا د سمندري پولو سره نږدې د ترکیې په اوبو کې تثبت شوی دي.
د حریت ورځپاڼې « د ۲۴ زره ترکي لیرو میاشتنۍ تنخوا سره هیواد ته راوستل کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د متخصصینو جلب او جذب په خاطر جوړ شوي د نړۍوالو مشرانو تحقیقاتي پروګرام نه مالي ملاتړ اعلان شو.
ویل کیږي ددې پروګرام په چوکاټ کې په پیل کې د تحقیقاتو لپاره یو میلیون ترکي لیرې بودیجه جلا شوې ده. همداشان محقیقنو ته به د میاشتې ۲۴ زره ترکي لیرې تنخوا ورکړل شي. همداشان محقیقنو ته د ښځې او ماشومانو مرسته هم ورکول کیږي. ویل کیږي نوموړو ته د میاشتنۍ تنخوا سربیره د میاشتې ۲۲۵۰ ترکي لیرې د ښځې او ماشومانو مرسته ورکول کیږي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لومړنی پرته د چلوونکې مترو ریل ګاډی په اروپا کې لومړی مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د لومړنۍ بې چلوونکي مترو ریل ګاډي چې په استانبول کې فعالیت کوي د ښار ټرانسپورت د نړۍوالې ټولنې لخوا په اروپا کې تر ټولو د ښه د پرته د چلوونکي د ریل ګاډي په توګه وټاکه. ویل کیږي دا ریل ګاډی په یو سفر کې ۶۲۰ تنه انتقالوي. همداشان دې ریل ګاډي د نړۍ په کچه دریم مقام خپل کړی دی.