د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1087532
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د لیبیا په اړه د جوړ شوي  کنفرانس نه  ووتله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  تیره ورځ په ایټالیا کې د لیبیا په اړه  د جوړ شوي کنفرانس ته د ترکیې د وتلو  خبر ورکړ.

د ولسمشر مرستیال  دا څرګندونې  تیره ورځ  د ایټالیا پالرمو په ښار کې  چیرته چې کنفرانس جوړ شوی وو  په هوټل کې  خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل  لکه بده مرغه چې  نړۍواله ټولنه نن یو ځل بیا  یو موټې نشوه. د کنفرانس  د پيل په وروستیو شیبو کې  ځینو ایټالیانو  د کنفرانس د کوربه توب له د ناوړې ګټې په استفادې سره  ځینې یوه پلوې مداخلې  وکړې. تر کومه  چې  د ځینو هیوادونو لخوا  د لیبیا  په  اړه په بهیر کې د خپلو ګټو  په خاطر مداخلې  دوام  وکړي  پدې هیواد کې استقرار  ټینګښت  ناممکنه  دی.

د صباح ورځپاڼې  « د استانبول د هوايي ډګر نه ۱۵ زرو تنو پرواز کړی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي کرښو شرکت ترکش ایرلاین  د اکتوبر د ۳۱ مې نیټې نه په اعتبار سره  د استانبول د نوي هوايي ډګر نه په الوتنو پيل وکړ.

ترکش ایرلاین  ویلي دي چې  تر ننه پورې ۱۵ تنه  مساپر د نوي هوايي ډګر نه پرواز کړی دی. همداشان ۴۳ زرو تنو  ټکټونه  اخیستي دي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې شات تر ټولو زیات په جرمني کې پلورل کیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال په تیرو لسو میاشتو کې  جرمني ته د ۲۱ میلیونو ۷۸۵ زره او ۶۲۳ ډالرو په ارزښت شات  صادر کړي دي. د ویلو ده چې  د ترکیې د شاتو په صادراتو کې  جرمني ته  د ۲۲۰۷ ټنه  شاتو په صادرولو سره  نوموړی هیواد په لومړني کتار کي ځای لري . ویل کیږي  جرمني ته  د صادر شوو  شاتو نه  لس میلیونه ۱۱۶ زره او ۳۹۳ ډالر عواید  ترلاسه شوي دي.

همداشان پدې میاشتو کې بیا امریکا  متحده ایالتونو ته د پنځه نیم میلیونو، اسپانیا ته د نږدې یو نیم میلیونو، سعودي عربستان ته  د څه باندې یو میلیونو  ډالرو په ارزښت شات صادر شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې ۹۷ زره تنو بهرنیانو ته  دنده  ورکړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو کار او ټولنیزو خدماتو وزارت  لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې  د روان کال د جنوري او اکتوبر  د میاشتو ترمنځه  ترکیې  ۹۷ زره تنو بهرنیانو ته  د کار اجازه نامه  ورکړې ده .

ویل کیږي د نوموړو بهرنیانو  چې  د کار اجازه  يي ترلاسه کړې ده په منځ کې د سوریې، ګرجستان، قیرغیزستان، اوکراین، چین او ترکمنستان د هیوادونو وګړي په لومړني کتار کې ځای لري.

په خبر کې راغلي دي چې  د فنلنډ نه نیولې تر مکسیکو، جاپان، برازیل، استونیا  او پیرو  پورې د نړۍ د څلورو ګوډونو نه  بهرنیان  د کار کولو په خاطر  په ترکیه کې د کار اجازه  نامې لپاره  مراجعه کړې ده .

د سټار ورځپاڼې « د بیشکتاش  ستر بری »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بیشکتاش د والیبال ښځینه  لوبډلې  د سیو چیلیج  د اتلولیو د سیالیو  په دویم پړاو کې  خپله لومړنۍ سیالي  د کوسووا  د کاستروتي په نامه د لوبډلې سره  وکړه. د ترکیې د بیشکتاش لوبډلې سیالي درې د صفر  په مقابل کې  وګټله.   

 



اړوند خبرونه