د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1086830
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د کورنیو چاور وزیر د پ ک ک د مشرانو په اړه د امریکا د پریکړې په اړه لومړي ځل لپاره ارزونې وکړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا  د پ ک ک ترهګرې ډلې  تش په نامه  د دریو مشرانو په اړه  د پریکړې اړوند  مهمې  څرګندونې وکړې. هغه وویل د ترکیې نږدې ستراتیژيک متفق چې وايي  په ظاهري ډول  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ۳ تنو مشرانو نومونه  په تور لست کې شامل کړي  او د هغوې پر سر پيسې  ټاکلي دي  د پردې شاته  په  سوریه او عراق کې  د نوموړې ترهګرې ډلې سره  په تیلو ګډ شراکت په اړه خبرې کوي. دا هغه کسان چې  په سوریه او عراق کې  تیل  په خپلو منځونو کې ویشلي دي او وايي چې  ۲۵ سلنه  تیل زما  او پاتې  ۷۵ سلنه يي ستاسې. مونږ  د امریکا دې پریکړې ته  دا ښکاره دوه مخۍ  او صمیمت نه د لرې پریکړې په  توګه ګورو. مونږ  پدې  ډیر ښه پوهیږو چې امریکا چیرته ، کومه ورځ  او د چا سره  څه ډول همکاري  او همغږي  کوي.

د سټار ورځپاڼې « د ملي دفاع وزارت : په دریو ورځو کې ۳۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  وسله والو ځواکونو  د اکتوبر په لسمه ، یوولسمه او دولسمو نیټو  د عراق په شمال کې د زاپ، اواشین، ګارا، هاکوک او هفتانین  په سیمو  هوايي عملیات ترسره کړي دي. د نوموړو عملیاتو په نتیجه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  اړوند  د وسلو او مهماتو ډیپلوګان، موضعګانې، پټنځایونه  او د تجمع مراکز  له منځه وړل شوي دي. پدې عملیاتو کې  ۳۸ تنه ترهګر له خپو غورځول شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « د ځايي موټرو په اړه د صنایع وزیر څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع وزیر مصطفی ورانک وویل چې لومړنی ځايي موټر به په ۲۰۱۹ کال کې  تولید شي.

هغه وویل چې د ترکیې د ملي موټرو  پروژه به په اصل کې د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ  د ودې په برخه کې  پورته شوی  یو ډیر مهم ګام  دی. هغه وویل چې مونږ  موخه  په نړۍوالو بازارونو کې  د منځنۍ او لوړې تکنالوژۍ په برخه کې  د ترکیې  لا وده  او پرمختګ  دی.

د ترکیې د حصې  لوړول  دي.

د حریت ورځپاڼې « د اوکراین لپاره د ښو روغتیايي خدماتو لپاره تر ټولو مشهور هیواد ترکیه  دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د ښو او لوړ کیفیت روغتیايي خدماتو په برخه کې د اوکراین لپاره تر ټولو  مشهور  هیواد دی. ډیری اوکراینیان  د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او تداوۍ، اورتوپیدي  او جراحي  ناروغیو د تداوۍ په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي. د ویلو ده چې د ترکیې او اوکراین  وګړي کولای شي چې یو بل هیواد ته پرته د پاسپورت یواځې د هویت د تذکرې سره  سفر وکړي او تر ۹۰ ورځو پورې  پاتې شي. دې خبرې د دواړو هیوادونو  ترمنځه  اړیکې لا پسې پراخه کړي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه جاپان ته  چرګان صادروي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جاپان د هیواد یو هیت  د ترکیې نه د چرګانو د غوښتې  د واردولو په خاطر  د ترکیې د بورسا ولایت نه لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې  هیت  په ترکیه کې د چرګانو  فارمونه د نږدې نه  ولیدل. ویل کیږي  ترکیه به د دوو کلونو په دننه کې جاپان ته  ۶۰۰ زره ټنه د چرګ غوښه صادره کړي. پدې چوکاټ کې  په لومړني پړاو کې  ۵۰۰ ټنه  د چرګ غوښه  جاپان ته  صادره شوه.  

 



اړوند خبرونه