د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د مالیې د وزیر تازه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې نړۍوال بانک د کاروبار په برخه کې د اسانتیاو په اړه د ۲۰۱۹ کال راپور خپور کړ. پدې راپور کې تریکې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۷ پاټکو په مخکې کیدو د ۱۹۰ هیوادونو ترمنځه په ۴۳ کتار کې ځای نیولی دی.
هغه ویلي دي چې ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې د ترسره کړو قوي اصلاحاتو له برکته سږ کال تر ټولو نه د ډیرو اصلاحاتو ترسره کوونکو لسو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی. هغه وویل چې دا راپور په اصل کې د نړۍوالو سرمایه ګذارانو لپاره د لارښود اهمیت لري. همداشان دې راپور ښودلې ده چې عملي شوو سیاستونو د پانګه والو ډاډ او اعتماد د پام وړ لوړ کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د صادراتو په برخه کې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو قوي ریکاټ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پک جان د اکتوبر د میاشتې د صادراتو ارقام اعلان کړل. هغې ویلي دي چې په اکتوبر کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۳ عشاریه یو سلنې په لوړیدو سره ۱۵ میلیارده ۷۳۲ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي. ویل کیږي صادرات د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.
د حریت ورځپاڼې « د ایلازیغ د ولایت مرمر د نړۍ د ۴ قارو ۴۵ هیوادونو ته صادریږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایلازیغ په ولایت کې جوړیدونکې د الوبالو مرمر د ترکیې سربیره د نړۍ ۴۵ هیوادونو ته صادریږي. ویل کیږي دا مرمر تر سپینې ماڼۍ پورې رسیدلي دي .
د ایلازیغ د ولایت د الوبالو مرمر لومړی په کعبه کې او وروسته سپینې ماڼۍ کې هم کارول شوي دي.
همداشان د نوموړو مرمرو نه د استانبول د نوي هوايي ډګر په جوړیدو کې هم کار اخیستل شوی دی. د مرمرو صادراتو هیواد د اقتصاد سره د پام وړ مرسته کړې ده .
د ایلازیغ د ولایت مرمز د نړۍ ۴ قارو ته چین، هندوستان، ویتنام، ایټالیا، سعودي عربستان، روسیې او امریکا په ګډون د نړۍ ۴۵ هیوادونو ته صادریږي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه ۹۸ هیوادونو ته اچار صادروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عازمې د سیستم دوست او د یو زیات شمیر ویټامیننو او منرالونو نه برښمند اچار د نړۍ ۹۸ هیوادونو ته صادریږي. ترکیې د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه د نړۍ ۹۸ هیوادونو ته د ۱۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت اچار صادر کړي دي.
د ترکېې د ایژې سیمې د اچارو په صادراتو کې لومړی ځای خپل کړی دی. ویل کیږي ددې صادراتو یواځې ۱۲۱ میلیونه د ایژې نه شوي دي.
همداشان په اچارو کې بیا تر ټولو ډیر د بادرنګو اچار صادریږي.
د سټار ورځپاڼې « ترکي عالمان د راکټ د سرعت بدلوونکې تکنالوژي جوړه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بیلکنت پوهنتون په هوا کې د حرکت په حال کې د راکټ په اتوماتیک ډول سره د سرعت بدلوونکی پروګرام جوړ کړ.
د بیلکنت پوهنتون د ماشین الاتو د انجینیرۍ د څانګې یو تن استاد یلدرای یلدز ویلي دي چې د ترسره کړو تحقیقاتو او ډیرو زیاتو هلو ځلو په پایله کې مو په هوا کې د حرکت په حال کې په اتوماتیک ډول سره د راکټ د سرعت بدلوونکی پروګرام جوړ کړ.
هغه ویلي دي چې ددې پروګرام په واسطه مونږ کولی شو چې په هوا کې د حرکت په حال کې د راکټ سرعت کم یا ډیر کړو.
همداشان ددې پروګرام په واسطه راکټ کولای شي چې لا په دقیقه توګه خپل هدف له منځه یوسي.