د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1062202
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د هالنډ په ترکیه کې د پانګه اچونې پیغام »  د سرلیک لاندې لیکلی دي، د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ستیف بلاک د رسمي په ترڅ کې  د ترکیې نه لیدنه وکړه. هغه په پلازمینه انقره کې وویل چې هیواد يي په ترکیه کې پانګه اچونې ته تیار  دی. هغه وویل چې ترکیه ودې  ډير ستر پوتانشیل  لري. ترکیې دا خبره  په تیرو لسو کلونو کې په کراتو مونږ ټولو ته  ښودلې ده. زه  پوره  باور لرم چې  یو زیات شمیر هالنډي پانګه وال په ترکیه کې پانګه والۍ ته  چمتو دي. مونږ  غواړو چې  پدې لاره کې  د کډ اقتصادي کمیسیون نه استفاده وکړو. اقتصادي او تجاري اړیکې  لا پسې قوي  کړو.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ډي اته هیوادونه د تجاري اړیکو د ودې غوښتنه کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ډي اته هیوادونو د ډلې عمومي سکرتر کو جعفر کو شاري وویل چې  د ډي اته  غړي هیوادونه  په خپلو منځونو کې  تجاري اړیکې  دوه برابرو ته  د رسولو غوښتنه کوي. د غړیو هیوادونو ترمنځه  تجاري اړیکې دوه برابره لوړولو په مسلې کار کوو. هغه دا څرګندونې  د استانبول  د صبیحه ګوکچن د هوايي ډګر سره  د ښه نیت د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې  د استانبول  د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر  د ډي اټه ډلې  لخوا انتخاب شوی  لومړنی  نړۍوال هوايي ډګر  دی.

د سټار ورځپاڼې  « د کیمیايي موادو سکتور په صادراتو کې دویم ځای ونیو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کیمیايي موادو د سکتور د روان کال د سپټمبر د میاشتې صادرات  د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  ۱۹ عشاریه ۷۹ سلنې په لوړیدو سره  یو میلیارده ۵۳۴ میلیونه ډالرو ته د رسیدو سره  د موټرو نه سکتور نه وروسته  په دویم کتار کې ځای ونیو.

د ویلو ده چې  د سپټمبر په میاشت کې د کیمیايی موادو سکتور تر ټولو ډیر صادرات  اسپانیا ، مصر، عراق، المان، امریکا هندوستان ، یونان، سعودي عربستان، ایټالیا او انګلستان ته  کړي دي.

د ویلو ده چې  اسپانیا ته  د ۱۲۹ میلیونه او ۷۲۶ زره ډالرو صادراتو سره  په لومړي کتار کې ځای نیولی دی. مصر ته د ۱۰۴ میلیونو ډالرو صادراتو سره په دویم کتار کې او عراق بیا په دریم کتار کې ځای نیولی دی.

د وطن ورځپاڼې « د بالکیسیر ولایت د سیندیرګي په ولسوالۍ کې د کاولین معدن وموندل شو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په درملو، موبایل ټيلیفون، تلویزیون، شیشو، سرې، حیواني خوړو، کاغذ، رنګ، ټایرونو، سلیخ، سیرامیک او د قلم  د رنګ په جوړولو کې کاریدونکې د کاولین ماده  د بالکیسیر ولایت  د سیندیرګي  په ولسوالۍ کې تر تولو  ستر معدن  وموندل شو. ویل کیږي  په ترکیه کې د کاولین  د مادې ۴۲۱ ټنه  په شاوخوا کې معدن  شتون لري.

ویل کیږي په ترکیه کې ددې مادې نه  تر ټلو  ډیر  د کرنۍ  او حیواني خوړو د جوړولو په برخه کې کار اخیستل کیږي. ویل کیږي  پدې برخه کې د لا ښې پانګه اچونې سره  به  دا معدن د ترکیې د اقتصاد سره  ډیره زیاته مرسته وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي په نړۍ کې مشهور  امریکايی سیاح  او  لیکوال  سوفیا  د نړۍ تر ټولو  ښه د رخصتۍ  تیرو لپاره  پنځه  سیمې اعلان کړې. هغه  ویلي دي چې  د ترکیې د کپادوکیا سیمه  پدې کتار کې په لومړي سر کې ځای لري.

هغه ویلي چې د کپادوکیا  سیمې  ښکلا بیان ډیر ګران  کار دی. پدې سیمه کې  د بالون  چکر  ډیر په زړه  پورې  دی. هغه ویلي دي چې په خپل ژوند کې هیڅکله هم  پدې اندازه  سپوږمۍ ته نه وو نږدې شوی  لکه  په کپادوکیا سیمه کې.  



اړوند خبرونه