د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « امریکا به ددې بدل خامخا ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۷۳ یم عمومي اجلاس ته په وینا کې په ځانګړې توګه د پ ک ک ترهګرې ډلې نه د ملاتړ کولو په خاطر پر امریکا ډیرې سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د منبیچ نه نیولې د عراق تر پولې پورې د سوریې دا ټوله خاوره به د ترهګرو نه چې د امریکا لخوا ورسره د زرګونو زرګونو ټیلرو وسلو او الوتکو ډکو مرسته شوې پاکه کړو. انشاالله چې امریکا به د ترهګرو ډلو سره د زرګونو ټیلرو وسلو د مرستو بدل خامخا ورکړي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې اردوغان جرمني ته د سفر سره به د نوموړي هیواد سره په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې جرمني ته لاړ شي. تمه کیږي چې ددې سفر سره د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شي.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان به په جرمني کې د نوموړي هیواد د ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر سربیره د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره هم لیدنه وکړي.
سربیره پر دې به ولسمشر اردوغان د جرمني د لویو مدني ټولنو د استازو او لویو لویو شرکتونو د مشرانو سره هم لیدنه وکړي.
د وطن ورځپاڼه « په انقره کې د هالنډ سفیر ترکیې ته راغی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او هالنډ ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو نه وروسته هالنډ ترکیې ته خپل سفیر راولیږه.
په انقره کې د هالنډ سفیر ویلي دي چې انشاالله د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا ښه کیدو په لاره کې به ډیر مثبت ګامونه اوچت کړي.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د هالنډ سفیر تیر ماښام پلازمینې انقرې ته راورسید. هغه په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې « دلته د راتګ له امله افتخار کوم او ډیر خوښ یم. دا زما په ژوند کې ډیره مهمه شیبه ده. په ترکیه کې د ښه وخت تیرولو او ترکیې او هالنډ ترمنځه د اړیکو د لا ښه کولو په خاطر به ډیر زیات کار وکړم. »
د حریت ورځپاڼې لیکلي دي چې د روسیې تر ټولو لوی بانک سیبربانک ویلي دي چې روسانو د اوړي په میاشتو کې د ایټالیا نه وروسته تر ټولو زیاتې پیسې په ترکیه کې په مصرف رسولي دي. یاد شوي بانک په یو بیان کې ویلي دي دي چې ددوې روس مشترکینو سږ کال د اوړي په میاشتو کې د هیواد نه بهر جمعآ ۱۴۱ عشاریه ۲ میلیارده ربل یا ۲ عشاریه ۱۶ میلیارده ډالره کیږي پیسې په مصرف رسولي دي. روسانو د ایټالیا نه وروسته تر ټولو ډیرې پیسې په ترکیه کې مصرف کړي دي. همداشان اسپانیا، فرانسه، یونان او جرمني په خپل وار ته په دریم ، څلورم، پنځم او شپږم کتار کې ځای لري.