د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « په اقدامار کلیسا کې د دریو کلونو نه وروسته لومړني دیني مراسم» د سرلیک لاندې لیکلي دي د وان ولایت د ګواش په ولسوالۍ کې د اقدامار په تاریخي کلیسا کې د ۳ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره دیني مراسم اجرا شول. د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی ویلي دي چې دا مراسم په ترکیه کې د ارمني کلیسا د مشر په مشرۍ ترلاسه شول. پدې مراسمو کې یو زیات شمیر راهبانو او د ارمنیانو د کلیسا مشرانو هم ګډون کړی وو. همداشان په مراسمو کې د ترکیې او د بهر نه په لسګونو تنه برخه اخیستې وه.
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان میرمن ته د انساني مرستو جایزه ورکړل شوه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان ته په بورما کې د انساني تراژیدۍ په ګډون د نړۍ یو زیات شمیر انساني او بشري تراژیدۍ ته د نړۍوالې ټولنې د پام رااړولو په خاطر د ترسره کړو نه سټرې کیدونکو هلو ځلو له امله د بشري خدماتو د ستاینې د جایزې لایق وګنل شوه. د ولسمشر اردوغان میرمن ته به دا جایزه د سپټمبر په ۱۱مه نيټه په لندن کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا ته د هوا له لارې ۹ عشاریه ۶ میلیونه تنه ګرځندویان تللي» د ترکیې د انتالیا ولایت د کولتور او ګرځندوی ریاست سږ کال انتالیا ولایت ته یواځې د هوايي لارو څخه د راغلو سیلانیانو شمیره اعلان کړه. د نوموړو شمیرو له مخې سږ کال انتالیا ولایت ته د هوايي لارو څخه د راغلو سیلانیانو شمیره ۹ میلیونه ۶۶۶ زره او ۸۵۹ تنه ده.
د وطن ورځپاڼې « چینایان د ترکي کشمشو په خاطر راغلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي چین د امریکا نه د کشمشو د صادراتو د درولو نه وروسته ترکیې ته مخه کړې ده .
د چین د هیواد یو هیت د ترکي او د فابریکو د لیدنې په موخه ترکیې ته راغلي دي.
چینیايي هیت د ترکیې د تاریش انتګري په نامه د کشمشو د پاکولو او وچولو د فابریکو نه لیدنه وکړه.
چینیايي هیت د ترکي هیت او سوداګرو نه مننه وکړه.
هغوې د ترکي فابریکو د پروګرام نه ډیر خوښ شول.
د سټار ورځپاڼې « تاریخي زیارت بلې سیمې ته انتقالیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د باتمان په ولایت کې د حسن کیف په ولسوالۍ کې د اوبو د بند د جوړولو د چارو له امله یو شمیر تاریخي اثار چې د اوبو لاندې کیدو د خطر سره مخامخ دي نورو سیمو ته انتقالیږي.. پدې اثارو کې د امام عبدالله درګاه او زیارت هم شتون لري. د امام عبدالله درګاه او زیارت چې ۸۰۰ ټنه وزن يي لري نن بلې سیمې ته انتقال شوه.
دا زیارت د ځانګړي سیستم ، ډیرو لویو لویو جکونو او ډیر لویو موټرو په واسطه بلې سیمې ته انتقال کړی شو.