د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « ډیری انګلیسان ترکي لیرې رانیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اق بانک عمومي رئیس حاقان بین باشګیل ویلي دي چې د نړۍ په بازارونو کې د ترکي لیرو طلب کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده .
د بله پلوه د ګاردین ورځپاڼې بیا خبر ورکړی دی چې په انګلستان کې د ترکي لیرې طلب ډیر زیات لوړ شوی دی. د صرافۍ په شرکتونو کې ترکي لیرې ختمې شوي دي. ورځپاڼې لیکلي دي چې په انګلستان کې د انټرنټ له لارې د ترکي لیرو طلب د تیرې میاشتې په پرتله ۲۴ سلنه لوړ شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « نامتو پانګه وال فابیر: په ترکیه کې د سرمایه ګذارۍ وخت رارسیدلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د آټکلونو سره مشهور نامتو امریکايي پانګه وال مارک فابیر ویلي دي چې د امریکا لخوا پیل شوې اقتصادي جګړه به په نړۍوال تجارت ډیرې زیاتې منفي اغیزې وکړي.
هغه ویلي دي چې تجاري جګړه په اصل کې د تولې معنا سره حماقت دی. لکه څرنګه چې ګورۍ نړۍوال تجارت پخپله د ډیرو جدي ستونزو سره مخامخ دی. هغه ویلي دي چې دم ګړۍ په ترکیه کې د پانګه اچونې تر ټولو ښه وخت دی. غواړم چې په ترکیه کې پانګه اچونه وکړم .
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې سره تجاري جګړې د امریکا د ونډو بازار ته لوی زیان واړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا د ترکیې سره د تجاري جګړې د پيلیدو له امله د نوموړي هیواد د ونډو په بازار ډیرې بدې اغیزې وکړې.
د امریکا د سي ان ان نړۍوال کانال ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د ترکیې سره تجاري جګړې د امریکا ونډو بازار په اوبو لاهو کړ. سي ان ان انټرنیشل د فادي هاکورا لخوا لیکل شوې مقاله خپره کړې ده . نوموړي پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې لویدیځ لپاره به د ترکیې د لاسه ورکولو بدل ډیر سخت تمام شي.
د سټار ورځپاڼې « روسیې لخوا د ویزو د معافیت په اړه زیری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو په برخه کې زیری ورکړ.
هغه وویل چې د روسیې سره د ویزې د معافیت په مسلې په تفاهم رسیدلي وو.
مولود چاوش اوغلو دا څرګندونې د ترکیې د صادراتو د مجلس لخوا د سفیرانو په لسم کنفرانس کې د ګډون کوونکو په ویاړ په جوړه شوې د ماښام په میلمستیا کې وکړې.
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سفیرانو په کنفرانس کې د ګډون په خاطر انقرې ته راغلی وو. د ویزې په مسله مو ورسره هراړخیز خبرې وکړې.
په ځانګړې توګه د سوداګرو، د لویو لاریو چلوونکو، د رسمي پاسپورت لرونکو او خدمت پاسپورتونو لپاره د ویزې په معافیت سره په تفاهم ورسیدو.
د خبرترک ورځپاڼې « د جولای په میاشت کې بهرنیانو لا زیات کورونه پیرودي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې بهرنیانو د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۶۵ عشاریه ۶ سلنه لا زیات کورونه او غیرمنقول اموال رانیولي دي. د ویلو ده چې د جولای په میاشت کې ۲۸۵۸ کورونه پر بهرنیانو پلورل شوي دي.
د ویلو ده چې بهرنیو وګړو د جولای په میاشت کې تر ټولو ډیر کورونه په استانبول، انتالیا، بورسا، یالووا او سکاریا ولایتونو کې رانیولي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د جولای په میاشت کې په ترکیه کې تر ټولو زیات د عراق، ایران، سعودي عربستان، روسیې او کویټ وګړو کورونه رانیولي دي.