د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « مهم تماس » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او امریکا ترمنځه د امریکايي راحب د زنداني کولو پر سر پیل شوی بحران چې له امله يي دواړو هیوادونو په متقابله توګه د یو بل په عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو بندیزونه وضع کړي د حل په خاطر مذاکرات پیل شوي دی. ددې ستونزې د حل په خاطر د ترکیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سیدات اونال په مشرۍ یو هیت واشنګټن ته تللی دی.
د حریت ورځپاڼې « د فولادو صادرات ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د روان میلادي کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې د فولادو صادرات د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۲۶ عشاریه ۷ سلنه لوړ شوي او ۸ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي.
ویل کیږي پدې موده کې تر ټولو ډیر صادرات اروپايي ټولنې ته شوي دي. د ویلو ده چې د روان کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې اروپا ته د فولادو صادرات د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۶۲ عشاریه ۹ سلنه لوړ شوي او ۳ میلیارده او ۶۰۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
د صباح ورځپاڼې « د انرژۍ او طبعي زیرمو د وزیر مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي دي چې په ترکیه کې به د اټومي انرژۍ دریمه بټۍ هم جوړه شي. هغه ویلي دي چې د اق قویو او سینوپ د اټومي انرژۍ د بټۍ ګانو نه وروسته به دریمه بټۍ په تراکیا سیمه کې جوړه شي. هغه وویل چې دریمه بټۍ به چین لخوا جوړه شي.
د وطن ورځپاڼې « دا پروژه به په نړۍ کې ساری ونلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر محمد جاهد تورخان وویل چې د ترکیې د افتخار د مهمو پروژو په خاطر چارې ګړندۍ شوي دي.
هغه وویل چې په ترکیه کې د د سترې پروژې په توګه مشهوره د استانبول د درې پوړیز تونل پروژه چې په نړۍ کې ساری نلري چارې په چټکۍ سره دوام لري. هغه زیاته کړه چې ددې پروژې داوطلبي به هر څه ژر اعلان شي.
د سټار ورځپاڼې « ددې تاریخي جومات په جوړولو کې یو دانه میخ هم ندی کارول شوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کاستامونو ولایت د قصبې په کلي کې په ۱۳۶۶ کال کې د عادل خان د زوی د امیر محمود خان لخوا د لرګو نه جوړ شوي د محمود بای په نامه په جومات کې چې حتا د یو دانه میخ نه هم کار ندی اخیستل شوی د ګرځندویانو توجه ځان ته رااړولی ده.
په خبر کې راغلي دي چې هره ورځ په سلګونو او حتا ته په زرګونو تنه ګرځندویان ددې تاریخي جومات چې ۷ پیړۍ مخکې جوړ شوی دی لیدنې ته راځي.
دا جومات د یونسکو سازمان د تاریخي میراثونو په موقتي لست کې ثبت شوی دی او په دایمي لست کې د ثبتولو په خاطر په چارو پیل شوی دی.