د ترکیې د ورځپاڼو سرټکی
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکی
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه په اروپا کې د سوداګریزو مرکزونو د ودې په برخه کې تر ټولو په چټکه وده کوونکی هیواد دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۱۸ کال د لومړنیو شپږو میاشتو اروپا د سوداګریزو مرکزونو پراختیايي راپور خپور شو. په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ترکیې د سوداګریزو مرکزونو په برخه کې په اروپا کې تر ټولو زیاته وده کړې ده . په لومړنیو ۶ میاشتو کې ۵۰۰ زره متره مکعبه نوي سوداګریز مرکزونه جوړ شوي دي.
د وطن ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو لوی د لمر د برښنا د تولید مرکز په قونیه کې جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې تر ټولو لوی د لمر د برښنا د تولید مرکز د ترکیې د قونیې ولایت د قره پنار په ولسوالۍ کې جوړیږي.
دا د برښنا ستیشن به په کال کې ۱ عشاریه ۷ میلیارده کیلوواټه ساعته برښنا تولید کړي. د ویلو ده چې دا مرکز به په قونیې ولایت کې د ۶۰۰ زرو کورونو د برښنا اړتیا پوره کړي. تمه کیږي چې پدې پروژې یو عشاریه ۳ میلیارده ډالره پانګه اچونه وشي.
د سټار ورځپانې « د وریښمو مدرنه لار به چین او ترکیه پراخه کړي » د سرلیک لاندې لیکلی دي، په ترکیه کې د نوي حکومت د کار د لومړنیو سلو ورځو د پروژو په چوکاټ کې تر ټولو مهمه پروژه د چین سره د همکاریو مسله ده.
د ویلو ده چې تیر کال د ترکیې او چین ترمنځه د وریښمو د مدرنې لارې په اړه لومړني ګامونه اوچت شول. د وریښمو د مدرنې لارې په پروژه کې لویې لارې ، د اورګاډي پټلۍ او سړکان، بندرونه او د انرژۍ کرښې شتون لري. ددې پروژې سره به د چین او ترکیې ترمنځه تجارت څو برابره ډیر شي.
ترکیه به د نوو پانګه اچونو لپاره د اړتیا وړ سرچینې د چین د دولتي پورونو نه پوره کړي.
د ترکېې او چین ترمنځه د اقتصادي اړیکو د ودې سره به ګرځندوی او تجاري اړیکي هم ډیرې قوي شي.
همداشان چین او ترکیې ترمنځه په تجارت کې به د بهرنیو اسعارو پر ځای د ملي کرنسۍ یا پولو واحدونو نه کار واخیستل شي. دا تجارت به په ترکي لیرو او یوان ترسره شي.
د ویلو ده چې د لویدیځې نړۍ د لاس الې د اقتصادي درجه بندیو سازمانونه وخت په ناوخته په ترکیې ددې ناحیې نه فشارونه راوړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه ملي جنګي الوتکه جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو اداره د ملي محاربوي الوتکې د جوړولو په خاطر ، د طرحې او ډیزاین او الوتکې د تولید په تاسیساتو پانګه اچونې کوي. حکومت به ددې پانګه اچونو نه جدي ملاتړ وکړي او په نږدې راتلوونکې کې به د الوتکې د طرحې او ډیزاین لومړنۍ برخې چارې پایته ورسیږي او د حکومت د چارو د لومړنیو سلو ورځو په دننه کې به د ډیزاین چارې په کامله توګه سرته ورسیږي او د پروژې به نیټې به کار پيل شي.
د صباح ورځپاڼې « پاریس هیلټون ترک سبانهاری ډیر خوښ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې مشهوره امریکايي موډله پاریس هیلټون په یو مراسمو کې د ګډون په خاطر شمالي قبرس ترک جمهوریت ته راغلې ده. نامتو امریکايي موډله، سندرغاړې، سینما لوبغاړې او لیکواله پاریس هیلتون د ترک سبانهاري ډیر زیات تعریف او توصیف وکړ.
هغه د ترک سبانهاري ویدیو ثبت او د خپلې ټولنیزې مډیا حساب له لارې د خپلو مینه والو سره شریکه کړه. هغه ویلي دي چې ترک سبانهاری ډیر زیات خوښ شو.
هغې په مرکه کې ویلي دي چې شمالي قبرس ترک جمهوریت ته د راتګ له امله ډیره خوشحاله ده. غواړي چې په راتلوونکې کې بیا راشي.